خوست کې د ۸۱ جریبه متراکمو بڼونو د جوړېدو چارې پیل شوې

content_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۶ - ۱۳:۲۷
خوست کې د ۸۱ جریبه متراکمو بڼونو د جوړېدو چارې پیل شوې

۶ کب ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا سکټوري پروژې (HVCDSP) له لارې په خوست ولایت کې د ۸۱ بېلابېلو مېوو د متراکمو بڼونو دجوړولو چارې پیل کړي دي.
یاد بڼونه چې په کې د لیمو، نارنج، مالټې، آلو او ناکو بڼونه شامل دي د اسیايي پراختیایي بانک (ADB) په مرسته د څلور میلیونه او ۲۱۹ زره او ۴۶۰ افغنیو په لګښت د خوست ولایت په مرکز او ددې ولایت په ګربز، ټنی او مندوزي ولسوالیو کې جوړېږي.
یاد بڼونه ۴۵ د شرایط وړ بڼوالو ته جوړېږي.
د یادو بڼونو د جوړولو ترڅنګ، پر دغو بڼوالو د دوه میلیونه او ۱۲۳ زره او ۹۱ افغانیو په ارزښت کیمیاوي سرې او کرنیزې بستې هم ووېشل شوې.
په کرنیزو بستو کې د ښاخ برۍ لویې او وړې قیچي، اره، زینه، یوه بوجۍ توره سره او محافظتي جامې شاملې دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت