خوست کې د پخوانیو معتادینو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره د سبو تخمونه ووېشل شول

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۱:۴۸
خوست کې د پخوانیو معتادینو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره د سبو تخمونه ووېشل شول


۲۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
په خوست ولایت کې د پخوانیو روږدو کسانو د ملاتړ، اقتصادي پیاوړتیا او بېرته ټولنې ته د سالمو او کار وړ افرادو په توګه د ورګرځېدو په موخه د سبو د تخمونو د وېش پروګرام ترسره شو. دغه پروګرام د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت له لوري او د اکشن اېډ موسسې په همکاری په لاره واچول شو.
د پروګرام په لړ کې سل مستحقو پخوانیو معتادینو ته د څه باندې ۴۸۰ زره او ۵۰۰ افغانیو په ارزښت د سبو بېلابېل تخمونه او اړوند توکي ووېشل شول.
د اکشن اېډ موسسې استازي د غونډې ګډونوالو ته د پروګرام د اهمیت، موخو او د عایداتي فرصتونو د رامنځته کولو په اړه مهم معلومات وړاندې کړل، او د دوامدارو اقتصادي مرستو پر اړتیا یې ټینګار وکړ.
وروسته د خوست کرنې ریاست مرستیال او د کرنیزو چارو آمر مولوي اسلم خان منیب ګډونوالو ته په وینا کې وویل چې پخواني معتادین د ټولنې عزتمند غړي دي او راتلونکی یې د هغوی په اراده، رغېدو او سالمو هڅو پورې تړلی دی. هغه زیاته کړه چې له زیانمنو او ناوړه موادو څخه د لیرې پاتې کېدو په صورت کې پخواني روږدي کولای شي د ښه ژوند او مثبت بدلون ښه نمونه شي.
دغه راز د پلان او برنامو عمومي مدیر اجمل قاسمي هم په خپلو خبرو کې د پروګرام د پړاوونو له سمې عملي کېدو خوښي څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې مؤسسات باید خپلې پروژې په خپل وخت او مسلکي ډول ترسره کړي، څو یې اغېز لوړ او د خلکو ستونزې په واقعي ډول راکمې شي.
په دغه پروګرام کې پر ګډونوالو د بادرنګ، بانجان، سپین پیاز، کشنیز، ګندنه او پالک تخمونه او دغه راز تور او سپین کیمیاوي سرې وېشل شوي دي.
د پروګرام موخه د پخوانیو معتادینو اقتصادي پیاوړتیا، هغوی ته د کار زمینه برابرول او د سبزیجاتو کرکیله د عاید یوه با ثباته سرچینه ګرځول دي. برخمن شوو کسانو د اکشن اېډ موسسې له مسؤلانه همکاریو مننه وکړه او د ورته دوامدارو مرستو غوښتنه یې وکړه.


در خوست تخم‌های سبزیجات به‌منظور توانمندسازی اقتصادی معتادان پیشین توزیع شد
۲۸ لَړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
در ولایت خوست، به‌هدف حمایت، توانمندسازی اقتصادی و بازگشت سالم و سازندهٔ معتادان پیشین به جامعه، برنامهٔ توزیع تخم‌های سبزیجات برگزار شد. این برنامه از سوی آمریت امور زراعتی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری خوست و در همکاری با مؤسسهٔ اکشن‌اِید راه‌اندازی گردید.
در جریان این برنامه، برای صد تن از معتادان پیشینِ مستحق، به ارزش بیش از ۴۸۰ هزار و ۵۰۰ افغانی، انواع تخم‌های سبزیجات و وسایل مورد نیاز توزیع شد.
نمایندهٔ مؤسسهٔ اکشن‌اِید برای اشتراک‌کنندگان برنامه، معلومات مهمی در مورد اهمیت، اهداف و ایجاد فرصت‌های عایداتی ارائه کرد و بر ضرورت حمایت‌های دوامدار اقتصادی تأکید ورزید.
پس از آن، معاون ریاست زراعت خوست و آمر امور زراعتی، مولوی اسلم‌خان منیب، در سخنرانی خود گفت که معتادان پیشین اعضای عزتمند جامعه‌اند و آیندهٔ آن‌ها وابسته به اراده، بهبودی و تلاش‌های سالم‌شان است. او افزود که در صورت دور ماندن از مواد زیانبار و مخدر، معتادان بهبود‌یافته می‌توانند نمونه‌ای از زندگی خوب و تغییر مثبت باشند.
همچنین مدیر عمومی پلان و برنامه‌ها، اجمل قاسمی، از تطبیق درست و مرحله‌به‌مرحلهٔ برنامه ابراز خرسندی کرد و تأکید نمود که نهادها باید پروژه‌هایشان را به‌گونهٔ به‌موقع و مسلکی اجرا کنند تا اثرگذاری آن بیشتر و مشکلات مردم به‌صورت واقعی کاهش یابد.
در این برنامه، برای اشتراک‌کنندگان تخم‌های بادرنگ، باینجان، پیاز سفید، کشنیز، گندنه و پالک، همچنان کودهای کیمیاوی سیاه و سفید توزیع شد.
هدف این برنامه توانمندسازی اقتصادی معتادان پیشین، ایجاد زمینهٔ کار برای آنان و تبدیل کشت سبزیجات به یک منبع عایداتی پایدار است. مستفیدشدگان از همکاری مسئولانهٔ مؤسسهٔ اکشن‌اِید قدردانی کرده و خواهان تداوم چنین کمک‌های پایدار شدند

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۲:۱
Background image

د نورستان د کرنې رییس واما او وانټ ولسوالیو ته د ځنګلونو ساتنې، عوایدو ارزونې او اداري چارو د څار په موخه رسمي سفر ترسره کړ


۲۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالرؤف سعید د عشر او زکات د آمر حاجي ظاهر په ملتیا واما او وانټ ولسوالیو ته دوه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۱:۴۸
Background image

خوست کې د پخوانیو معتادینو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره د سبو تخمونه ووېشل شول


۲۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
په خوست ولایت کې د پخوانیو روږدو کسانو د ملاتړ، اقتصادي پیاوړتیا او بېرته ټولنې ته د سالمو او کار وړ افرادو په توګه د ورګرځېدو په موخه د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۰:۳۱
Background image

کندهار کې د دوه میلیونه ډالرو په ارزښت د کرنیزو محصولاتو لومړنی معیاري لابراتوار پرانیستل شو


۲۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
په کندهار ولایت کې د هېواد د کرنیزو تولیداتو د معیاري کېدو په موخه د دوه میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د کندا وزیرزي نړۍوال لابراتوار ستر. . .

بازگشت