خوست کې د صنعتي نباتاتو ۳۰ ننداریزې کروندې جوړېږي

naim.rezai
شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۹ - ۱۷:۳۳
خوست کې د صنعتي نباتاتو ۳۰ ننداریزې کروندې جوړېږي

۱۹ چنګاښ ۱۴۰۰
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې دصنعتي نباتاتو د کرکېلي د پراختیا او تولید زیاتوالي په پار د صنعتي نباتاتو ۳۰ ننداریزې قطعې جوړوي. یادې ننداریزې کروندې، چې ممپلي او سويابين په کې شامل دي د خوست ولايت په مرکز او ولسواليو کې جوړېږي.
د دغو ننداریزو کروندو د جوړولو موخه د صنعتي نباتاتو دودول دي.
د یادو ننداریزو کروندو په جوړولو سره، د برخمن شویو بزګرانو ترڅنګ نور بزګران هم کولی شي، چې د یادو بوټو د کرکېلي او روزنې لارې چارې زده کړي.
د خوست د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست په پام کې لري، چې د منظمو ترویجې او تشویقي برنامو په لاره اچولو سره په دې ولایت کې د یادو ارزښت لرونکو نباتاتو د تولید او پروسس صنعت پیاوړي کړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت