خوست کې د حیواني کلینیک د ترمیم او بیا رغونې چارې په معیاري ډول روانې دي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲ - ۱۰:۸
خوست کې د حیواني کلینیک د ترمیم او بیا رغونې چارې په معیاري ډول روانې دي

۲ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د حیواني روغتیا او مالدارۍ آمریت له لوري، د یاد ریاست په انګړ کې د حیواني کلینیک د ترمیم او بیا رغونې چارې په منظمه، معیاري او تخنیکي بڼه دوام لري.
د یاد کلینیک د ترمیم چارې د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د رهبرۍ تر مستقیم نظارت لاندې پر مخ وړل کېږي، تر څو یاد کلینیک د وټرنرۍ خدمتونو د وړاندې کولو لپاره په لا مناسب، معیاري او مجهز حالت کې برابر شي.
د دې پروژې اساسي موخه دا ده، چې د حیواني ناروغیو د تشخیص، درملنې او مخنیوي لپاره یو معیاري او مناسب کاري چاپېریال رامنځته شي، څو مالدارانو ته پر وخت، اغېزمن او باکیفیته وټرنرۍ خدمات وړاندې شي. د کلینیک د ترمیم په بهیر کې به د ودانۍ ټولې ودانیزې برخې او اړوند تاسیسات په اساسي ډول ورغول او معیاري شي.
د یاد حیواني کلینیک له بشپړې بیا رغونې وروسته به د مالدارۍ سکتور لا پیاوړی شي، د څارویو روغتیا به نوره هم ښه شي او په پایله کې به د مالدارانو په اقتصادي وضعیت کې هم مثبت بدلون رامنځته شي.
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ژمن دی، چې د خپلو شته امکاناتو په چوکاټ کې د مالدارانو د خدمت، ملاتړ او د مالدارۍ سکتور د پراختیا لپاره لا اغېزمن او دوامدار ګامونه پورته کړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت