جوزجان کې د ۳۳۶ کرنیزو پروژو رغنیزې چارې تر۵۰ سلنه بشپړ شوي دي

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۴ - ۱۴:۲۳
کار تطبیق ۳۳۶ پروژه‌ی زراعتی در جوزجان تا ۵۰ درصد تکمیل شده است
 
۲۴ وږی ۱۳۹۹
د جوزجان په ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت په برخه کې د ۳۳۶ پروژو د پلي کېدو چارې تر ۵۰ سلنه بشپړ شوي دي. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې دودې او د بزګرانو د ملاتړ په پار په مرکز او ولایتونو کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت په برخه کې د یوشمېر پروژو د پلي کېدو چارې پیل کړي دي، ترڅو بزګران وکولئ شي، چې خپل کرنیز محصولات په مناسب وقت او مناسبه بیه خرڅ کړي او له دې لارې ښه عواید تر لاسه کړي.
دمګړۍ د جوزجان په لایت کې، د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې د ۳۳۶ پروژو رغنیزې چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې له دې ډلې د ۱۵۰ عصري ممیزخونو جوړول، د پیازو ۱۵۰ صفرانرژۍ زېرمتونونه، د کچالو ۲۰ صفرانرژۍ زېرمتونونه، ۱۴ پروژې یې د مېوو او سبو وچوونکي دستګاوې وېشل او دوه پروژې یې د مېوو صفر انرژۍ سړې خونې دي، چې ددې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې جوړیږي.
د جوزجان په ولایت کې د یادو پروژو په بشپړېدو سره، بزګران کولئ شي، چې خپل سلګونه ټنه پیاز، کچالو مېوې او سابه وچ او زېرمه کړي او په مناسبه بیه یې خرڅ کړي.
په ورته وخت کې، د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې د کار په پیل سره، چې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له خوا پلي کیږي، ددې ولایت ۳۳۶ نارینه او ښځینه ځوانانو ته د دندې زمینه هم برابره شوې ده.

 

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت