جوزجان کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې چارې په بشپړېدو دي

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۸/۵ - ۱۵:۱۳
جوزجان کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې چارې په بشپړېدو دي
۵ لړم ۱۳۹۹
د جوزجان په ولایت کې د کرنې وزارت د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې د ۳۳۶نويو کرنیزو پروژو چارې روانې دي، چې ډېر ژر به یې رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
د جوزجان د کرنې رییس محمدعالم عالمي وایي، چې په دغو پروژو کې ۱۵۰ عصري ممیزخونې، د پیازو ۱۵۰ او د کچالو ۲۰ صفر انرژۍ زېرمتونونه او د مېوو دوه صفر انرژۍ سړې خونې جوړول شامل دي، چې رغنیزې چارې به یې ډېر ژر بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. په ورته وخت کې ددې پروژې له لارې د یاد ولایت په یوشمېر کروندګرو مېرمنو د سبو او مېوو ۱۴ لمریز وچوونکي دستګاوې هم وېشل شوي دي.
د یادو پروژو ټولیز لګښت نږدې ۱۴۰ میلیونه افغانۍ ده، چې د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ترڅنګ ددې ولایت په لسو ولسوالیو کې د بزګرانو په لس سلنې او د کرنې وزارت په ۹۰ سلنه ونډې پلي کيږي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت