جنوب لویدیځ زون کې نږدې نهه زره ټنه د غنمو اصلاح شوي تخمونه تولیدېږي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۷ - ۱۱:۴۳
جنوب لویدیځ زون کې نږدې نهه زره ټنه د غنمو اصلاح شوي تخمونه تولیدېږي

٢۷ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۶ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د جنوب لویدیځ زون د اصلاح شویو تخمونو تصدیق ورکولو آمریت د احصایې له مخې، سږکال به د زون په کچه نږدې نهه زره متریک ټنه اصلاح شوي تخمونه تولیدېږي. 
یاد آمریت چې د جنوب لویدیځ زون په کچه فعالیت لري، ددې آمریت تر چتر لاندې دوه څېړنیز فارمونه، دوه دولتي تصدۍ او لس د اصلاح شویو تخمونو خصوصي شرکتونه فعال دي.
دیادو تصدیو، فارمونو او شرکتونو له ډلې یو څېړنیز فارم، یوه دولتي تصدي او اته خصوصي شرکتونه په هلمند کې، همدارنګه یو څېړنیز فارم یوه تصدي او دوه خصوصي شرکتونه په کندهار ولایت کې د همدې آمریت تر نظارت لاندې د اصلاح شویو تخمونو پر تولید کار کوي. 
سږکال د اصلاح شويو تخمونو د تولید په پار د یادو فارمونو، تصدیو او خصوصي شرکتونو لخوا په اته زره جریبه ځمکه کې د غنمو تخمونه کرل شوي دي، چې د جنوب لویدیځ زون د اصلاح شویو تخمونو د تصدیق ورکولو آمریت کارمندانو لخوا یې د دوهم ځل لپاره د څارنې او نظارت چارې ترسره شوې.
د اصلاح شویو تخمونو د تولید یادو تصدیو، تولیدي شرکتونو او څېړنیزو فارمونو لخوا سږکال د غنمو بېلابېل ډولونه (ورایټۍ) په ګڼو صنفونو کې کرل شو دي، چې له دغو کروندو څخه به تر دریمې تفتیش وروسته  د غنمو نهه زره مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه تولید شي.
د هلمند ولایت د کرنې اداره هڅه کوي، ترڅو د جنوب لویدیځ زون لپاره د تخمونو د اصلاح، تکثیر او ترویج برخه کې لا زیات کار وکړي، ترڅو د بزګرانو په کرنیز اقتصاد کې بهبود رامنځته شي.
د غنمو اصلاح شویو تخمونو تولید د بزګرانو د حاصلاتو لوړولو کې رغنده رول لري او همدارنګه هېواد د غنمو د تولید په برخه کې ځان بسیاینې ته نږدې کوي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۱۶:۰
Background image

خوست کې د کروندو خوندیتوب په پار هلې ځلې

۱۰ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۰ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د بوټي ساتنې امریت په پام کې لري چې، ددې ولایت په ټولو ولسوالیو کې د نباتي ناروغیو د مخنیوی په. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۱۵:۵۳
Background image

پکتیا کې زرګونه څارویو ته د لېونتوب واکسینونو لړۍ پیلېږي

۱۰ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۰ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د افغانستان لپاره د هالنډ کمیټې له لورې ددې ولایت په مرکز او  ولسوالیو کې وړو شخوند. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۱۵:۴۹
Background image

دکرنیزو محصولاتو نندارتون د چمتووالی ارزونې په پار غونډه دائره شوه

۱۰ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۰ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د ۱۴۰۳یم کال د بزګر میلې او دکرنیزو محصولاتو نندارتون د چمتووالي د ارزونې په موخه دکرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم. . .

بازگشت