بادغیس کې پر ۱۲۰ کروندګرو مېرمنو د خوړو د پروسس کڅوړې ووېشل شوې

mail-admin
شنبه ۱۳۹۹/۹/۸ - ۱۱:۳۹
به ۱۲۰ خانم زراعت‌پیشه در بادغیس بسته‌های مکمل پروسس مواد غذایی توزیع شد


۸ لیندۍ ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ددې وزارت د یوې پروژې له لارې، د بادغیس ولایت پر ۱۲۰ کروندګرو مېرمنو چې وړې شنې خونې لري، د خوړو د پروسس بشپړه کڅوړې ووېشل.
یاد کڅوړې د غورماچ او بالامرغاب په ولسوالیو کې پر کروندګرو مېرمنو وېشل شوي دي. دغه کڅوړې چې ۴۷ توکي په کې شامل دي، د مربا، اچارو او رومي بانجانو د رُب په جوړولو کې ترې ګټه اخیستل کیږي.
له دغو مرستو برخمن شوې کروندګرې مېرمنې کولای شي، چې له یادو کڅوړو څخه په استفادې سره له خپلو شنوخونو څخه تر لاسه شوي محصولات پروسس او خرڅ کړي.
د خوړو د پروسس د یادو کڅوړو د وېش موخه، د کورنیو اقتصادي ودې سره مرسته، د ارزښت لرونکو کرنیزو محصولاتو پېژندنه، د تولیدوونکو د پوهې د کچې لوړول او مېرمنو لپاره کارموندنه ده.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۴:۱۸
Background image

د کرنې وزیر د روسیې د انرژۍ وزارت له مرستیال سره وکتل


۳۱ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۴ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان د کرنې وزیر مولوي عطاءالله عمري،د یوه پلاوي په ملتيا د ۲۰۲۵ کال د روسیې د اقتصادي کنفرانس په څنډه کې د دغه هېواد د انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۱:۵۱
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر او مل پلاوي یې د روسیې له ځینو پانګوالو سره وکتل

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۴ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې وزیر مولوي عطاءالله عمري، د صنعت، سوداګرۍ او اقتصاد وزارتونو د لوړپوړو چارواکو، د سوداګرۍ او پانګونې خونې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۰:۶
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د روسیې د کرنې وزارت مرستیال سره په سن‌پیترزبورګ کې وکتل

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۴ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري، چې د روسیې ۲۰۲۵ اقتصادي کنفرانس کې د ګډون په موخه د یو. . .

بازگشت