ارزګان کې پر لس زره او ۶۶۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه وېشل کیږي

content_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۵ - ۱۴:۸
ارزګان کې پر لس زره او ۶۶۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه وېشل کیږي

۵ لیندۍ ۱۳۹۹
د ارزګان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت پر بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونو د وېش لړۍ پیل کړی دی.
په دې لړۍ، کې د ارزګان ولایت په کچه پر لس زره او ۶۶۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کیږي.
د ارزګان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس احمدشاه خیري وایي، چې په دې لړۍ کې پر لس زره او ۶۶۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه وېشل کیږي، چې په پایله کې یې ددې ولایت د مرکز په ګډون د ټولو ولسوالیو په زرګونه جریبه ځمکه کې به د غنمو اصلاح شوي تخمونه وکرل شي.
د ارزګان د کرنې رییس احمدشاه خیري وویل، چې له دې ډلې دکرنې وزارت له خوا پر پنځه زره او ۸۶۰ بزګرانو پر هر یوه بزګر د غنمو ۵۰ کیلو اصلاح شوي تخم د سبسایډي په ډول، چې ۶۰ سلنه لګښت یې دکرنې وزارت او ۴۰ سلنه لګښت یې بزګران ورکوي وېشل کیږي. د ښاغلي خیري په خبره ددې ترڅنګ د ارزګان ولایت پر څلور زره او ۸۰۰ بزګرانو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» په مالي مرسته د غنمو اصلاح شيو تخمونه او کیمیاوي سرې له سبسایډې پرته په وړیا توګه وېشل کیږي.
د یادو مرستو موخه په دې ولایت کې د غنمو د حاصلاتو زیاتوالی او د بزګرانو ملاتړ دی.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

د ازبکستان له چارواکو سره د کرنې وزیر لیدنه

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري د ازبکستان د اندیجان ولایت له والي عبدالرحمنوف شخرتک، په کابل کې د ازبکستان له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۱۸
Background image

د ننګرهار کوز کونړ کې ۴۷ راستنو شوو او اړمنو کورنیو ته د هګیو چرګانو وېش

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د ستاسو غږ مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ، د کوز کونړ ولسوالی ۴۷ راستنو شوو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۹:۵۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس د چرګانو سکټور د تنظیم او همغږۍ په موخه د اتحادیې له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د دې ولایت د چرګانو اتحادیې له غړو او اړوندو کاروباریانو سره ناسته. . .

بازگشت