د هندواڼې فصل ګټې یې در مالومې دي؟

mail-admin
Sat, Jul 10 2021 4:00 PM

جمعه‌گل اشرفی
هندواڼه د هغه (انتي اکسیدانو) تر ټولو بډایه سرچینه ده، چې طبیعت یې برابروي، په زیاته کچه د «اې. او. سي» ويټامینونه لري، هغه چې دنده یې د بدن د دفاعي سيستم پیاوړي کول دي.
که غواړئ په وجود کې د اوبو د کمښت مخه ونیسئ نو د هندواڼې خوړل یې تر ټولو ښه، اسانه او ارزانه لاره ده. د هندواڼې تر ټولو ښه ځانګړنه دا ده، چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پیدا کېږي. که څه هم چې د هندواڼې اصلي فصل اوړی دی، خو پرمختللې کرنې دغه چاره هم اسانه کړې ده، کولی شئ د کال په هر فصل کې ورته لاسرسی ولرئ، خو یوه څه ته مو باید پام وي، چې د اوړي هندواڼې د کفیت او ارزښت له مخې بې ساري دي.
د هندواڼې اصلي سرچینه هندوستان دی او له هغه ځایه یې د نړۍ نورو سیمو ته لار پیدا کړې ده.
هندواڼه یو کلن نبات دی چې پلنې پاڼې، څښېدونکی بوټی او ژېړ ګلان لري. هندواڼه د سیټرولین په نوم امیني تېزاب، د کاروټن او لیکوپن په نومونو ځینې نور مواد او د مانیټول په نوم یو ډول خوږه لري.
هندواڼه خوندوره او د زیاتو اوبو لرونکې میوه ده، چې ګڼې روغتیایي ګټې لري.
روغتیا پوهان وایي؛ هندواڼه د مثانې تیږه یا کاڼې له منځه وړي او که له خرما سره يو ځای وخوړل شي، ګټه یې نور هم زیاتېږي .
دغه راز هندواڼه د A، Bاو Cویټامینونه لري، چې د یادو ویټامینونو په درلودو سره د ګڼو ناروغیو درمل هم دی.
په ۱۰۰ ګرامه هندواڼه کې ۹۲ ګرامه اوبه ۰.۵ ګرامه پروتین، ۶ګرامه نشایسته ، ۱۰ ملي ګرامه فاسفورس، ۱۰۰ملي ګرامه پوتاشیم، ۶۰۰ ملي ګرامه ویټامین «اې» او ګڼ نور ګټور مواد او ویټامینونه موجود دي.
روغتیا پوهان دا هم وایي، چېهندواڼه د وینې د فشار په کمولو، د هاضمې پرښه جوړښت، د محرقې په له منځه وړلو، ذهني پیاوړتیا او د زړه د ناروغیو لپاره خورا ګټوره مېوه ده.
دا میوه د لیکوین په نوم ماده له لري او روغتیا پوهان هغه ماده یو قوي انټي اکسیډانټ بولي. د دوی په خبره دغه ماده کولی شي، چې د پوستکي حجرې د آزادو راډیکالونه له ضرر څخه خوندي کړي. دا راډیکالونه تر ډېره د لمر له وړانګو سره را منځ ته کېږي او پر پوستکي بد اغیز کوي، د بیلګې په ډول د پوستکي ژر زړښت، پر پوستکي د ګونځو پیدا کېدل او حتا د پوستکي سرطان د رامنځ ته کېدو لامل هم کیږي.
هندواڼه نورې ګټې هم لري:
هندواڼه د۹۲ سلنه اوبو په لرلو سره د انسان په وجود کې د وینې د حرکت په چټکتیا او د زړه په سلامتیا کې مهم رول لري.
– د وینې فشار کموي
– د مثانې پړسوب له منځه وړي
– بدن تازه او ښکلی ساتي
-معدې او بډوډو ته ګټه رسوي
– په هضم او د وینې په جوړښت کې مرسته کوي
– د وچکۍ (محرقې) لپاره هندواڼه له درملو څخه کمه نه ده
– هندواڼه د زړه ناروغۍ په درملنه کې مهم رول لوبوي
– تنده له منځه وړي
-د ماشومانو او تنکیو ځوانانو ذهني وړتیا پیاوړې کوي
-ټوخی له منځه وړي.
ددې ترڅنګ د هندواڼو زړي هم خورا ګټور دي، چې د هاضمې په ښه کولو، د معدې التهاب او زیړي ناروغیو پر مخنیوي سربېره د پوستکي د ګونځو په له منځه وړلو کې هم مرسته کوي.
هندواڼه یوه خوږه میوه ده، خو دا به څنګه معلوموو، چې پخه ده که نه؟
ځینې خلک په دې باور دي، چې که د هندواڼې برسېرن پوټکی وټکول شي، نو له غږه یې معلومیږي، چې د خوړلو وړ ده که نه؟
خو تل داسې نه وی هر څوک دا مهارت نه لري، چې د هندواڼې له غږ څخه معلومه کړي، چې هندواڼه پخه ده او که نه. یوشمېر نورې نښې نښانې هم شته، چې له پېرېدونکو سره د خوږو هدواڼو په پېژندلو کې مرسته کوی.
که دهندواڼې پر پوټکی سپین ژېړ بخن خالونه ډېر و دا ښه هندواڼه ده ، همداراز که د هندواڼې پر پوټکی وچې نښې وې، پوه شئ چې دا هندواڼه ډېره خوږه ده، که د هندواڼې بیخ شین و، هندواڼه چندان پخه نده او که زېړ و، بیا نو ښه پخه او خوندوره ده.
اوږده هندواڼه اوبه زیاتې لري خو ګرده هندواڼه بیا خوږوالی ډېر لري.
خو هېره دې نه وي که څه هم هندواڼه ډېرې ګټې او ښیګڼې لري، خو که له حده مو زیاته کړه نو روغتیایي زیانونه هم لري. زیاته هندواڼه خوړل مو په ګېډه کې درد او د اسهال ناروغي رامنځته کوي.