د کرنې وزیر د کونړ له والي سره وکتل

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري کونړ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د کونړ له والي مولوي قدرت الله ابو حمزه سره وکتل او د ځنګلونو د ساتنې او کروندګرو او مالدارانو ته د اسانتیاوو برابرولو په اړه خبرې وکړې.
په دې کتنه کې د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري د کونړ والي ته د خپل سفر موخه تشریح کړه او د کرنې وزارت د هغو پلانونو او برنامو په اړه یې خبرې وکړې چې له بېلابېلو لارو د کروندګرو او مالدارانو د ژوند د شرایطو د بدلولو په موخه ترسره کېږي، ښاغلی عمري زیاته کړه:
« موږ غواړو چې، زموږ هېواد له وارداتي حالت څخه پر ځان بسیا او صادراتي شي، د همدې موخې لپاره، موږ په کرنیز سکټور کې، د حاصلاتو د زیاتوالي لپاره د اصلاح شویو تخمونو وېش، د مالدارۍ په برخه کې، د لبنیاتو سیسټم عصري کول، د طبیعي زېرمو په برخه کې د طبیعي زېرمو ساتنه او او تلپاتې پراختیا، د اوبولګولو په سکتور کې، په هېواد کې د ډېرو اوبو مدیریت او د هغې اغیزمنه ګټه اخیستنه او د ځمکې په سکټور کې، د هېواد د ځمکو مدیریت او یووالي د کرنې وزارت موخې او پلانونه دي. په همدې موخه کونړ ولایت ته راغلی یو، چې د یادو موضوعاتو په تړاو وضعیت له نږدې وڅېړو».
همدارنګه د کرنې وزیر د منابعو د ساتنې او اغېزمنې استفادې په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه:
« کونړ ولایت یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې د ځنګلونو تر ټولو لویه برخه پکې موقعیت لري، نو موږ باید د یو بل سره په همغږۍ د کونړ ولایت د ځنګلونو د ساتنې، دوامدارې پراختیا او اغیزمنې استفادې په برخه کې جدي کار وکړو، چې ځنګلونه مو خوندي او پراخې شي، چې زموږ د سفر موخه هم په ځانګړې توګه همدا موضوع ده».
په همدې حال کې د کونړ والي مولوي قدرت الله ابو حمزه په کونړ ولایت کې د کرنې وزارت له پروګرامونو او خدمتونو څخه هرکلی وکړ او د ځنګلونو د ارزښت په اړه یې خبرې وکړې او ویې ویل: « حقیقت دا دی چې ځنګلونه د هېواد په زرغونولو کې مهم رول لوبوي. تاسو ته ډاډ درکوم چې د کرنې وزارت د قوانینو او طرزالعملونو سره سم د هېواد د ځنګلونو او طبیعي زیرمو ساتنه کوو.».
په دې کتنه کې د کونړ، لغمان او ننګرهار د کرنې رییسانو، د ننګرهار د کانال رییس، د ځنګلونو د تنظیم رییس، د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مقام سلاکار او د کونړ ولایت یوشمېر سیمه ییزو چارواکو او ولسوالانو هم حضور درلود.
وزیر زراعت با والی کنر دیدار کرد
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در جریان سفر به ولایت کنر با مولوی قدرت الله ابوحمزه والی کنر دیدار کرده و پیرامون حفاظت از جنگلات و ایجاد سهولت برای دهقانان و مالدارن صحبت کردند.
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت در این دیدار هدف سفرش را به والی ولایت کنر بیان کرده و پیرامون برنامههای وزارت زراعت جهت تغییر وضعیت معیشتی دهقانان و مالداران از مجراهای مختلف سخن زده افزود
«ما میخواهیم که ملک ما از وضعیت وارداتی به حالت خودکفایی و صادراتی برسد و به همین منظور در بخش زراعت توزیع تخمهای بذری اصلاح شده جهت بلند بردن حاصلات، در بخش مالداری عصری سازی سیستم لبنیات، در بخش منابع طبیعی حفاظت و توسعه پایدار منابع طبیعی، در بخش آبیاری مدیریت آبهای فراوان کشور و استفاده موثر از آن و در بخش اراضی مدیریت و یکدست سازی اراضی کشور از اهداف و برنامههای وزارت زراعت است که به این منظور به ولایت کنر آمدیم تا در ارتباط به این موضوعات از نزدیک وضعیت را بررسی نماییم».
همچنان وزیر زراعت پیرامون حفاظت و استفاده موثر از منابع صحبت کرده علاوه نمود« ولایت کنر از ولایتهای است که بیشترین ساحات جنگلی در آن موقعیت دارد پس ما باید در بخش حفاظت، توسعه پایدار و استفاده موثر از جنگلات ولایت کنر در هماهنگی با یکدیگر به گونه جدی کار نماییم که جنگلات ما حفاظت شده و توسعه یابد که هدف از سفر ما هم مخصوصا همین موضوع میباشد.
در همین حال مولوی قدرت الله ابو حمزه والی ولایت کنر از برنامهها و خدمات وزارت زراعت در ولایت کنر اسقبال کرده و در مورد اهمیت جنگلات سخنزد « واقع که جنگلات در سرسبز سازی کشور بسیار نقش دارد و ما در این مورد به شما اطمینان میدهیم که مطابق به قوانین و طرزالعمل وزارت زراعت از جنگلات و منابع طبیعی کشور حفاظت مینماییم».
در این دیدار روئسای زراعت کنر، لغمان، ننگرهار، رییس کانال ننگرهار، رییس تنظیم جنگلات، رییس اطلاعات و آگاهی عامه و مشاور مقام وزارت زراعت آبیاری و مالداری و شماری از مسوولان محلی و ولسوالان ولایت کنر حضور داشتند.