د کرنې وزیر د لغمان له والي سره وکتل

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۱ - ۲۰:۵۱
د کرنې وزیر د لغمان له والي سره وکتل


د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري لغمان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والي قاري زین العابدین عابد او یو شمېر سیمه ییزو چارواکو سره وکتل او د ځنګلونو پر ساتنې او خوندیتوب یې ټینګار وکړ.
په دې کتنه کې د کرنې وزیر لغمان ولایت ته د خپل سفر موخه د ځنګلونو د وهلو د مخنیوي په موخه د لغمان ولایت له سیمه ییزو چارواکو او ځايي اوسېدونکو سره د نظرونو اخیستل وبلل او د ځنګلونو د ساتنې او پراختیا په برخه کې د کرنې وزارت د هڅو په اړه خبرې وکړې: « د افغانستان د اسلامي امارت د کابینې د پرېکړې له مخې لغمان ولایت ته مو سفر وکړ چې د ځنګلونو د وهلو د مخنیوي لارې چارې له نږدې واورو او له دوی څخه وغواړو چې د ځنګلونو په ساتنه کې له موږ سره مرسته وکړي.»
ښاغلي عمري دغه راز د لغمان ولایت کروندګرو او بزګرانو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه د کرنې وزارت د نوو پروګرامونو د پیل په اړه هم خبرې وکړې.
په ورته وخت کې د لغمان والي قاري زین العابدین عابد ډاډ څرګند کړ چې د اسلامي امارت د رهبرۍ له فرمان وروسته په لغمان ولایت کې د ځنګلونو پرې کول منع دي او په دې ولایت کې د کرنې او ځنګلونو د بیا رغونې په پار د چکډمونو جوړولو غوښتونکی شو.
ټاکل شوې، چې د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري او ورسره پلاوی د ځنګلونو او طبیعي زېرمو د ساتنې په موخه له سیمه ییزو ادارو او ځايي اوسېدونکو سره د همغږۍ د رامنځته کولو په موخه لغمان، ننګرهار، کونړ او نورستان ولایتونو ته سفر وکړي.
په دې سفر کې د ننګرهار د کانال رييس مولوي غلام رحمان کظیم، د ننګرهار د کرنې رييس مولوي عبدالستار، د لغمان د کرنې رييس مولوي محمد ولی محسن، د اطلاعاتو، عامه پوهاوی رييس او د کرنې وزارت وياند مولوي مصباح الدين مستعین، د کرنې وزارت د ځنګلونو رییس محمد امان امانیار او د کرنې وزارت د مقام سلاکار میرویس خوګیانی هم حضور درلود.

دیدار وزیر زراعت با والی لغمان 

مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در جریان سفر به ولایت لغمان با قاری زین العابدین عابد والی و شماری از مسوولان محلی آن ولایت دیدار کرده و تاکید بر حفاظت از جنگلات کرد.
وزیر زراعت در این دیدار  هدف سفرش به ولایت لغمان را نظرخواهی از مسوولان و باشنده گان محلی لغمان جهت جلوگیری از قطع جنگلات عنوان کرده و از تلاش‌های وزارت زراعت جهت حفاظت و توسعه جنگلات سخن زد «مطابق به فیصله کابینه امارت اسلامی افغانستان به ولایت لغمان سفر کردیم تا از نزدیک راه های جلوگیری از قطع جنگلات را بشنویم و از آنها بخواهیم که با ما را  در حفاظت از جنگلات یاری کنند».
آقای عمری همچنان از آغاز برنامه‌های جدید وزارت زراعت جهت ایجاد سهولت برای دهقانان و مالدارن ولایت لغمان نیز سخن زد.
در عین حال قاری زین العابدین عابد والی ولایت لغمان از ممنوع بودن قطع جنگلات در ولایت لغمان پس از فرمان رهبری امارت اسلامی اطمینان داده و خواستار ایجاد چکدم‌ها آب  جهت احیای زراعت و جنگلات در آن ولایت شد.
  قرار است مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت و هیئت همراه شأن به منظور ایجاد هماهنگی با ادارات محلی و باشنده‌گان محل جهت حفاظت از جنگلات و منابع طبیعی به ولایت‌های لغمان، ننگرهار، کنر و نورستان سفر کنند.
در جریان این دیدار مولوی غلام الرحمن کظیم رییس کانال ننگرهار، مولوی عبدالستار رییس زراعت ننگرهار، مولوی  محمد ولی محسن رییس زراعت لغمان، مولوی مصباح الدین مستعین رییس اطلاعات، آگاهی عامه و سخنگو وزارت زراعت، محمد امان امانیار رییس جنگلات وزارت زراعت، میرویس خوگیانی مشاور مقام وزارت زراعت و شماری از مسوولان محلی ولایت لغمان حضور داشتند.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۸:۳۵
Background image

ننګرهار کې پر سلګونو زلزله ځپلو مالدارانو د څارویو خوراکي توکي، درمل او نغدې مرسته وېشل کېږي

۱۸ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۰ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ دافغان ځوانانو خدماتيمؤسسې له لورې د ننګرهار په دره نور ولسوالی کې ٧٥٠ تنو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۰
Background image

کندهار ته د پاکستاني وریجو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د بوټو ژغورنې مدیریت د قرنطین چارواکي وایي، چې د کندهار ښار د ۷مې ناحیې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۹
Background image

د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کي زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د کوهکران څېړنیز فارم مسلکي انجنیرانو له لوري د میوند ولسوالی کرنیز انسټیټوټ. . .

بازگشت