د ننګرهار هار ګمرک د ځمکې لېږد په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۴ - ۹:۵۶
د ننګرهار هار ګمرک د ځمکې لېږد په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت مقام د دفتر رییس شاهد نوراني په مشرۍ د ننګرهار دکرنې،  اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد، د ښارجوړوني او ګمرک رییسانو طورخم ګمرک د ۵۴۰ جریبه ځمکې د لېږد او نورو اداراتو د تاسیساتو داستملاک او ګمرک ته دسپارلو په تړاو ناسته ترسره کړه. 
دغه راز  د ګمرک د ۵۴۰ جریبه ځمکې زیاته برخه د طورخم ښاروالۍ سربېره نورو اداراتو  تصرف کړي او د ګمرک کارونه یې دخنډ او ځنډ سره مخ کړې ده .
د ولایت مقام د دفتر رییس شاهد نوراني د ننګرهار ګمرک د ځمکې د انتقال مسله چې قانوني پړاوونه یې ترسره کړي یوه حیاتي مسله وبلله او د ژر حل غوښتنه یې وکړه.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل  د ګمرک ریاست ۵۴۰ ځمکه او د ددې ځمکې د لېږد لپاره ټاکل شوې پلاوي پریکړه دي اقتصادي کمیسیون ته وسپارل شي، ترڅو هلته پرې پرېکړه ووشي. 
همدارنګه د طورخم ګمرک پر ځمکه ۱۵۰۰ دوکانونه او ۲۱۲ بټي جوړې شوي دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

بازگشت