د ننګرهار هار ګمرک د ځمکې لېږد په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت مقام د دفتر رییس شاهد نوراني په مشرۍ د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد، د ښارجوړوني او ګمرک رییسانو طورخم ګمرک د ۵۴۰ جریبه ځمکې د لېږد او نورو اداراتو د تاسیساتو داستملاک او ګمرک ته دسپارلو په تړاو ناسته ترسره کړه.
دغه راز د ګمرک د ۵۴۰ جریبه ځمکې زیاته برخه د طورخم ښاروالۍ سربېره نورو اداراتو تصرف کړي او د ګمرک کارونه یې دخنډ او ځنډ سره مخ کړې ده .
د ولایت مقام د دفتر رییس شاهد نوراني د ننګرهار ګمرک د ځمکې د انتقال مسله چې قانوني پړاوونه یې ترسره کړي یوه حیاتي مسله وبلله او د ژر حل غوښتنه یې وکړه.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل د ګمرک ریاست ۵۴۰ ځمکه او د ددې ځمکې د لېږد لپاره ټاکل شوې پلاوي پریکړه دي اقتصادي کمیسیون ته وسپارل شي، ترڅو هلته پرې پرېکړه ووشي.
همدارنګه د طورخم ګمرک پر ځمکه ۱۵۰۰ دوکانونه او ۲۱۲ بټي جوړې شوي دي.