د کرنې وزارت د ۱۴۴۵ه‍.ق کال لومړۍ ادارې غونډه دائره شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۹ - ۹:۱۹
د کرنې وزارت د ۱۴۴۵ه‍.ق کال لومړۍ ادارې غونډه دائره شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په وزارت کې د ۱۴۴۵ه‍.ق کال لومړۍ اداري غونډه د کرنې وزیر مولوی عطاءالله عمري په مشرۍ او د کرنې وزارت د آبیاری او طبیعي زیرمو مرستیال مولوي باز محمد فیضان، د ځمکو ادارې عمومي رئیس ملا عبدالرحمن رحماني او مرکزي رییسانو په ګډون دائره شوه.
په دې غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د هغو ریاستونو د پراختیايي فعالیتونو پر پیل ټینګار وکړ چې بودیجه یې منظور شوې ده، هغه وویل: « د ریاستونو لومړیتوب د پرمختیایي فعالیتونو ترسره کول دي، چې بودیجه یې منظوراو ځانګړې شوې، د اوبو د مدیریت په برخه کې باید بنسټیز کارونه ترسره شي، د موسمي اوبو مدیریت ډېر اړین دی.»
عمري زياته کړه: «د پيسو په لګولو کې روڼتيا، د نويو کارکوونکو وړتیاوې لوړول، له کروندګرو سره د اړيکو ټينګول او له هغوى سره همکاري، د افغانستان په بندرونو کې د قرنطين شبکو فعالول هغه څه دي چې بايد ترسره شي.»
دغه راز په دې غونډه کې دڅېړنې رياست، د بوټو ساتنې رياست او د پلان او پاليسۍ د لوی رياست پر وړاندې پر شته ستونزې هم خبرې وشوې.
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په پام کې لري، چې په بېلابېلو سکتورونو په ځانګړي ډول د اوبولګولو، مالدارۍ او کرنې په برخو کې پراختیايي فعالیتونه په بېلابېلو زونونو کې پلي او بزګرانو ته اسانتیاوې رامنځته کړي.

اولین جلسه اداری وزارت زراعت  در سال ۱۴۴۵ برگزار شد
 اولین جلسه اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در سال ۱۴۴۵ هجری قمری به رهبری مولوی عطاء الله عمری وزیر زراعت و با اشتراک مولوی باز محمد فیضان معین منابع طبیعی، ملا عبد الرحمن رحمانی رییس عمومی اراضی و  رییسان مرکزی وزارت زراعت برگزار شد.
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در این جلسه، بر آغاز فعالیت‌های انکشافی ریاست‌های که بودیجه آن منظور شده است تاکید کرده گفت:« اولویت کاری برای ریاست‌ها انجام فعالیت‌های انکشافی است که بودیجه آن مشخص و منظور شده است، در بخش مدیریت آب‌ها باید کارهای بنیادی شود مدیریت آب‌های موسمی ضروری است".
عمری افزوده:« شفافیت در مصرف پول، ظرفیت‌سازی کارکنان جدید، ایجاد روابط با دهاقین و همکاری با آن‌ها، فعال‌سازی شبکه‌های قرنطین در بنادر افغانستان از فعالیت‌های است که باید صورت گیرد."
 هم‌چنان در این جلسه در مورد  مشکلات فرا راه  ریاست تحقیقات، ریاست حفاظه نباتات و ریاست عمومی پلان و پالیسی   بحث صورت گرفت.
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در نظر دارد تا فعالیت های انکشافی را در سکتور های مختلف به ویژه آبیاری، مالداری و زراعت در زون های مختلف تطبیق و سهولت های را برای دهاقین ایجاد نماید.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۴:۲۹
Background image

دکرنې وزارت کې د یوشمېر کورنیو او بهرنیو ادارو د چارواکو په شتون کې د بدیل معیشت ورکشاپ ترسره شو

۳۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، صنعت او سوداګرۍ، اوبو او انرژۍ، کورنیو چارو، د کلیو د پراختیا او بیارغونې، د کار او ټولنیزو چارو او عامې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۲:۴۵
Background image

د هلمند مارجه کې د خرما ۱۰۰ جریبه بڼ جوړېږي

۳۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅونه او همارۍ یو تن ځايي پانګوال غواړي د مارجې ولسوالی په ۱۰۰ جریبه ځمکه کې د خرما بڼ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۱:۲
Background image

د لغمان بادپښ ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه

۳۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان د نابینایانو مؤسسې  «اې.بي.ام» په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو دخوړو. . .

بازگشت