هلمند کې د اوبولګولو په پروژو کې زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې
۲۸ چنګاښ ۱۴۰۲ه.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه.ق
د هلمند ولایت په مرکز لشکرگاه، نوزاد، نهرسراج او سنگین ولسوالیو کې د زابرانو پاکولو، د کاریزونو د آبګیر سیمو د تقویت او په شېلو کې د اوبو مدیریت په موخه د چیکډمونو جوړولو چارې نن ورځ په رسمي توګه د سنګین له ولسوالی څخه پیل شوې، چې په پاتې نورو سیمو کې هم د پیل په حال کې دي.
دغه پروژه د هلمند ولایت د کرنې ریاست په هلو ځلو، د اقتصاد او کرنې وزارتونو په بشپړې همغږۍ سره پیل شوې ده، چې د هلمند ولایت مقام په لارښؤنه یې عملي چارې د ځانګړې کمیټې له لارې چې په ترکیب کې یې د ولسوالی، کرنې ریاست، د استخباراتو او د اوبو تنظیم ریاست استازي شامل دي سرته رسیږي.
د پروژې لومړني فعالیتونه د ولسوالیو او ناحیو د کمېټو په همغږۍ سره پیل شوي دي، چی اوسمهال په ټولو یادو ولسوالیو کې یې تخنیکي سروې او د مستفدینو سروې پای ته رسیدلې دي اوعملي کاریې له سنگین ولسوالی څخه پیل شو.
ددې پروسې له لارې به لښکرگاه کې۸۴۶۰ تنو، نوزاد کې ۲۵۵۰ ، نهرسراج کې ۱۴۱۰، سنگین کې ۱۳۷۶ تنو او په ټولیزه توګه ١٣٧٩٦ کسانو ته ددې پروژې له لارې د کار زمینه برابره شوې، چې د کار په بدل کې به د ٢٠ ورځو په موده کې هرکس ته د ١٠٠ ډالرو معادل نغدې افغانۍ ورکول کېږي، چې دغه چارې به د ١٢ میاشتو لپاره جریان ولري.
څرنګه چې په سنګین ولسوالی کې د یادې پروسې کارونه پیل شول په نوموړې ولسوالی کې به داوبو زېرمه کولو په موخه د (۲۸۶۷۸) په تعداد ترینچونه (کندې) وکیندل شي، ددې ترڅنګ به واړه چیکډمونه او د اوبو اخیستلو په موخه د کلیوالي خلکو لپاره د زینو رغول هم ترسره شي .
دغه پروژه د جک او خوړو نړیوالې ادارې په تخنیکي او د نړیوال بانک په مالي همکارۍ د ځانګړې کمیټې تر نظارت لاندې د ١٢ میاشتو په موده کې پلي کېږي.
