هلمند کې د اوبولګولو په پروژو کې زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې

mail-admin
Wed, Jul 19 2023 11:58 AM
هلمند کې د اوبولګولو په پروژو کې زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې

۲۸ چنګاښ ۱۴۰۲ه‍.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د هلمند ولایت په مرکز لشکرگاه، نوزاد، نهرسراج او سنگین ولسوالیو کې د زابرانو پاکولو، د کاریزونو د آبګیر سیمو د تقویت او په شېلو کې د اوبو مدیریت په موخه د چیکډمونو جوړولو چارې نن ورځ په رسمي توګه د سنګین له ولسوالی څخه پیل شوې، چې په پاتې نورو سیمو کې هم د پیل په حال کې دي.
دغه پروژه د هلمند ولایت د کرنې ریاست په هلو ځلو، د اقتصاد او کرنې وزارتونو په بشپړې همغږۍ سره پیل شوې ده، چې د هلمند ولایت مقام په لارښؤنه یې عملي چارې د ځانګړې کمیټې له لارې چې په ترکیب کې یې د ولسوالی، کرنې ریاست، د استخباراتو او د اوبو تنظیم ریاست استازي شامل دي سرته رسیږي.
د پروژې لومړني فعالیتونه د ولسوالیو او ناحیو  د کمېټو په همغږۍ سره پیل شوي دي، چی اوسمهال په ټولو یادو ولسوالیو کې یې تخنیکي سروې او د مستفدینو سروې پای ته رسیدلې دي  اوعملي کاریې  له سنگین ولسوالی څخه پیل شو.
ددې پروسې له لارې به لښکرگاه کې۸۴۶۰  تنو، نوزاد کې ۲۵۵۰ ، نهرسراج کې ۱۴۱۰، سنگین کې ۱۳۷۶ تنو او په ټولیزه توګه ١٣٧٩٦ کسانو ته ددې پروژې له لارې د کار زمینه برابره شوې، چې د کار په بدل کې به د ٢٠ ورځو په موده کې هرکس ته د ١٠٠ ډالرو معادل نغدې افغانۍ ورکول کېږي، چې دغه چارې به د ١٢ میاشتو لپاره جریان ولري.
څرنګه چې په سنګین ولسوالی کې د یادې پروسې کارونه پیل شول په نوموړې ولسوالی کې به داوبو زېرمه کولو په موخه د (۲۸۶۷۸) په تعداد ترینچونه (کندې) وکیندل شي، ددې ترڅنګ به واړه چیکډمونه او د اوبو اخیستلو په موخه د کلیوالي خلکو لپاره د زینو رغول هم ترسره شي .
دغه پروژه د جک او خوړو نړیوالې ادارې په تخنیکي او د نړیوال بانک په مالي همکارۍ د ځانګړې کمیټې تر نظارت لاندې د ١٢ میاشتو په موده کې پلي کېږي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS