اروزګان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې کړنې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۴/۲۷ - ۱۱:۱۵
اروزګان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې کړنې

 د اروزګان د امارتي (سلطاني) عامه مرعي او وقفي غصب شویو ځمکو، د غصب مخنيوي او استرداد کمیسون تخنیکي پلاوی خپلې هلې ځلې کړندي کړي دي.
د دغو هلو ځولو په دوام د یوې غونډې په ترڅ کې د یوشمېر هغو کسانو دوسیې وڅېړل شول، چې امارتي ځمکې یې غصب کړي وي.
دغه راز د غونډې په ترڅکې د اروزګان د چورې ولسوالی اړوند د قومندان اختر محمد دویالې ۵۰۳۸ جریبه ځمکې او د اروزګان د مرکز ترینکوټ اړوند د نعمت الله خان د کور موضوع باندې خبرې اترې شوې.
په همدې توګه ددې غونډې په لړ کې د اروزګان ولایت د خیرآباد کاریز ۳۵۰۰ جریبه املاکي ځمکې باندې هم خبرې وشوې، چې اوس غصب شوی دی.
دغه راز په دې غونډه کې له مرکز څخه د استول شویو موضوعاتو د تعقیب په پار هم یو پلاوی وټاکل شو ترڅو په سمه او دقیقه توګه اجراات ترسره شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

بازگشت