میدان وردګو کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې کړنې
۲۱ چنګاښ ۱۴۰۲ه.ش
۲۴ ذیالحِجّة ۱۴۴۴ ه.ق
د میدان وردګو په ولایت کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو د تخنیکي پلاوی په دې ولایت کې د ځمکې غصب او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو په پار خپلې هلې ځلې کړندي کړي دي.
ددغو هلو ځلو په دوام د میدان وردګو ولایت د ځمکې غصب او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو کمېټې غړو د یوې غونډې په ترڅ کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
په دې غونډه کې، د سي سي دښتې د ۹۳۳ کدستري امارتي قطعې دبررسي په پار د تخنیکي پلاوي غړو څخه د میدان وردګو ولایت د عدلیې رییس رییس مولوی مطیع الحق عثمان په مشرۍ پلاوی وټاکل شوي، چې یادې سیمې ته سفر وکړي.
دغه راز په دې غونډه کې د دایمیرداد ولسوالی د خوش قول د کلي د مدعي بها سیمې د ارزونې په پار هم پلاوی وټاکل شو، چې مشري یې د میدان وردګو ولایت د کرنې رییس مولوی عبدالجبار خالد پر غاړه ده.
په دې غونډه کې پر یوشمېر نورو موضوعاتو د خبرو اترو ترڅنګ د غونډې ګډونوال خپل نظرونه او وړاندیزونه هم وړاندې کړل.
