میدان وردګو کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې کړنې

mail-admin
Wed, Jul 12 2023 3:06 PM
sas

۲۱ چنګاښ ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۴ ه‍.ق
د میدان وردګو په ولایت کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو د تخنیکي پلاوی په دې ولایت کې د ځمکې غصب او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو په پار خپلې هلې ځلې کړندي کړي دي.
ددغو هلو ځلو په دوام د میدان وردګو ولایت د ځمکې غصب او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو کمېټې غړو د یوې غونډې په ترڅ کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
په دې غونډه کې،  د سي سي دښتې د ۹۳۳ کدستري امارتي قطعې دبررسي په پار د تخنیکي پلاوي غړو څخه د میدان وردګو ولایت د عدلیې رییس رییس مولوی مطیع الحق عثمان په مشرۍ پلاوی وټاکل شوي، چې یادې سیمې ته سفر وکړي.
دغه راز په دې غونډه کې د دایمیرداد ولسوالی د خوش قول د کلي د مدعي بها سیمې د ارزونې په پار هم پلاوی وټاکل شو، چې مشري یې د میدان وردګو ولایت د کرنې رییس مولوی عبدالجبار خالد پر غاړه ده.
په دې غونډه کې پر یوشمېر نورو موضوعاتو د خبرو اترو ترڅنګ د غونډې ګډونوال خپل نظرونه او وړاندیزونه هم وړاندې کړل.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS