اروزګان کې د غنمو د اصلاح شویو تخمونو د کروندو غوره حاصلات

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۱ - ۱۵:۴۹
اروزګان کې د غنمو د اصلاح شویو تخمونو د کروندو غوره حاصلات

۲۱ غبرګولی ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۲ ذو القعدة ۱۴۴۴ ه‍.ق
د اروزګان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو متلونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» په مالي او د «ANCC» مؤسسې په تخنکي همکارۍ ددې ولایت پر یوشمېر بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشلي ؤ، چې د دغو تخمونو د کروندو حاصلات مثبتې ارزول شوي دي.
د چارواکو په خبره د اروزګان دمرکز ترینکوټ په څلور زره او دغه راز ددې ولایت د چورې ولسوالی په دوه زره بزګرانو پر هر یوه بزګر ۵۰ کیلو د غنمو داصلاح شوي تخمونه، ۵۰ کیلو توره او ۵۰ کیلو سپینه سره وېشل شوي ؤ، چې د دوی د کروندو تر ارزونې وروسته د یادو بزګرانو د غنمو حاصلات ډېرې مثتبې ارزول شوي دي.
د اروزګان د کرنې ریاست پلان لري، چې اروزګان کې د بېلابېلو نباتاتو، حبوباتو، سبو او مېوه جاتو د تخمونو د اصلاح، ترویج او تکثیر په برخه کي د خپلو مسلکي کارمندانو په مټ کار وکړي ترڅو له مخې یې د ځمکوالو حاصلات لوړ او د قناعت وړ عاید ترلاسه کړي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۴:۴۹
Background image

د لغمان کرني ریاست کي د ممپلیو د پروسس کارخونې د جوړولو په تړاو ناسته وشوه


۱۰ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی سلیمان ایمن، د یو خصوصي شرکت له استازې ډاکټرې ګلنار سره د ممپلیو د پروسس کارخونې لپاره د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۴:۴۵
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه


۱۰ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۱۶ سرې غواوو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۴:۴۱
Background image

د میدان وردګو دکرنې ریاست: د بادامو ۱۲ زره نیالګي وېش ته چمتو دي


۱۰ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د مرکز میدان ښار اړوند د شهرنو په سیمه کې، د ډاکټید مؤسسه له لوري د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ته د «بي‌ډي‌ان». . .

بازگشت