لوګر کې د ځمکې غصب او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو کمېټې هڅې

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۷ - ۱۳:۲۹
لوګر کې د ځمکې غصب او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو کمېټې هڅې


۷ غبرګولی ۱۴۰۲ه‍.ش
۸ ذو القعدة ۱۴۴۴ ه‍.ق
لوګر کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د تخنیکي پلاوي خپلې هلې ځلې ګړندي کړي دي.
ددغو هلو ځلو په دوام یاد پلاوی د خروار ولسوالی ولسوال مولوی شېراحمد حبیب، امنیه قومندان او یوشمېر نورو سیمه ییزو چارواکو په ګډون خروار ولسوالی ته د سفر په ترڅ کې له یوشمېر سیمو څخه لیدنه وکړه.
د خروار ولسوالی د کرنې مدیریت مسؤولینو په وینا د یاد سفر څخه موخه املاکي ځمکو غصب څخه مخنیوی او ځایي خلکو ته یې په اړوند د لازمو لارښوونو تر څنګ د ځمکو غصب څخه د مخنیوی او استرداد مرکزی تخنیکی پلاوی د سپارښتنو رسونه ښودل شوې ده.
د خروار ولسوالی مسؤولینو له ټولو میشتو قومونو غوښتی چی په املاکي او غرنیزو ځمکو د نوې کار کولو څخه په کلکه ډډه وکړي.
خروار د لوګر ولایت لرې پرته سرحدي ولسوالی ده، چې له پکتیا او غزني ولایتونو سره ګډه پوله لري،او ډېرې ځمکې یې غرنیزې دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت