په تېرو شپږو میاشتو کې دکرنې وزارت کړنې څه دي؟

content_admin
په تېرو شپږو میاشتو کې دکرنې وزارت کړنې څه دي؟

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د وروستیو شپږو میاشتو په ترڅ کې د اوبولګولو، د غنمو او نورو غله جاتو زیاتوالي، د بڼوالۍ، طبي نباتاتو او سبو پراختیا، د مالدارۍ پرمختیا، د طبیعي سرچینو تنظیم، د خوړو خوندیتوب، بنسټیز سمونونو او د مېرمنو د ملاتړ او پیاوړتیا په برخه کې د سلګونو پراختیا پروژو په طرح، ګټې اخیستنې ته سپارلو او پلي کولو بریالی شوی دی.

اوبولګول
په تېرو شپږو میاشتو کې یاد وزارت د
۳۴ ولایتونو د اوبولګولو په برخه کې، د اوبولګولو د ۳۴۴ شبکو د احیا او بیارغونې چارې پیل کړي دي، چې له دې ډلې ۱۴۸ شبکې یې د پلي کېدو په درشل کې دي او د نورو د ډيزاین او تدارکاتو چارې روانې دي. دغه راز د کابل، ننګرهار، بلخ، هرات او بغلان په ولایتونو کې د څاڅکې اوبوخور ۴۲ شبکې جوړې شوي دي، چې یواځې د ۱۵ شبکو د قرارداد چارې روانې دي. د ۱۰۰ چکډمونو (محافظتي بندونو) د جوړولو چارې هم بشپړ شوي دي او د ۱۷ نورو چکډمونو (محافظتي بندونو) د جوړولو برنامې هم تر لاس لاندې نیول شوي دي. په بېلابېلو ولایتونو کې د ۸۰ خاورین زېرمتونونو له ډلې د ۶۵ زېرمتونونو چارې بشپړ شوي دي او همداراز په لمریز واټر پمپ سمبال د اوبو د ۳۰ څاګانو د جوړولو له ډلې د ۱۲ څاګانو چارې هم بشپړ شوي دي.

غلو دانو
په تېرو شپږو میاشتو کې د کرنې وزارت له خوا د غنمو او نورو غلو دانو د حاصلاتو زیاتوالي په برخه کې هم اغېزناک ګامونه پورته شوي دي.
دکرنیزو ځمکو د هوارولو او د کابل، هرات، بغلان، بلخ او ننګرهار په زونونو کې پر بزګرانو د وېش په پار د ځمکې د هوارولو (لایزرلېول)
۸۴ پایې ماشینونو پېرل، ۱۷۰ ټراکټورونه او د شولو د کرکېلي ۷۷ عرادي ماشینونه له ۴۵۹ ملحقاتو سره د ۳۳ ولایتونو کرنې ریاستونو ته استول، په ۳۴ ولایتونو کې د ۱۶ زره او ۸۷ مټریک ټنه اصلاح شویو غنمو د پېر او وېش لړۍ بشپړول او د کال په درېیم ربع کې یې د هېواد پر بزګرانو د وېش د برنامې طرحه جوړول، په ۳۴ ولایتونو کې د ۱۱۰۰ ننداریزو کروندو د ایجاد طرحه، د کونړ، ننګرهار، لغمان، هرات، بلخ، کندز، بغلان او تخار په ولایتونو کې د شولو یو زر او ۸۶ ننداریزې کروندې جوړول؛ د غنمو او نورو غلو دانو د زیاتوالي په برخه کې د کرنې وزارت کړنې دي.
دغه راز په تېرو شپږو میاشتو کې د اصلاح شویو تخمونو د
۳۸ زره او ۶۲۰ جریبه ځمکو څارنه شوي او د میدان وردک، لوگر، کابل، پروان، خوست، کاپیسا، بامیان، دایکندي، ننگرهار، کونړ، هلمند، کندهار، هرات، فراه، بدخشان، بغلان، تخار، کندز، بلخ، سمنگان او جوزجان په ولایتونو کې د اصلاح شوي تخمونو د تولید په پار پر خصوصي شرکتونو دوه زره او ۵۰۰ سرټیفیکېټونه وېشل شوي دي. دغه راز د قرارداد پر اساس سږ کال د غنمو یو زر او ۲۵۰ مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه تولید شوي دي.

بڼوالۍ او صنعتي نباتات
د کرنې وزارت په تېرو شپږو میاشتو کې د بڼوالۍ، صنعتي یا طبي نباتاتو او دغه راز د سبو د پراختیا په پار هم اغېزناک اقدامات ترسره کړي دي. د کابل، کاپیسا، پروان، لوگر، بامیان، دایکندي، پکتیا، بلخ، جوزجان، سمنگان، بغلان، بدخشان، تخار، فاریاب، کندز، ننگرهار، کونړ، لغمان، هرات، کندهار، فراه، بادغیس، زابل، نیمروز، پنجشیر، نورستان، غور او خوست په ولایتونو کې د
۷۲۶ سوداګریزو شنوخونو جوړول، چې هر یوه یې درې تر څلور بسوې پراختیا لري، د قرارداد په تدارکاټي پړاونو کې دي او د مالي کال په څلورم ربع کې پلي کیږي.
دغه راز د بڼوالۍ د پراختیا د یو زر او
۸۰۰ توکو د وېش لړۍ پیل شوي ده او تر دې دمه یې ۲۶۲ کڅوړې وېشل شوي دي.
د بادام باغ، قرغې، ریشخور، د بامیان ملاغلام، د هرات اردوخان، د بغلان پوزه ایشان، د کندز د چهاردرې، د بدخشان دبهارک، د تخار د زخیرې بڼ، د غور هوایي ډګر، د هلمند بولان، د ننګرهار شیشم‌باغ، د بلخ دهدادي ، دکاپیسا شوخي، د پکتیا چشمه‌ی ماران، دکندهار کوهکران، پروان او د کونړ د باغ سالار په فارمونو کې پر بېلابېلو کرنیزو توکو
۷۸۹ څېړنې تر سره شوي دي.
دغه راز د فراه او بادغیس په ولایتونو کې د پیازو ساتلو په پار د
۴۵ صفرانرژۍ سړوخونو د جوړولو چارې هم پیل شوي دي او ددې ترڅنګ د هرات، کابل، بلخ، او فاریاب په ولایتونو کې د زعفرانو د پروسس د شپږو مرکزونو د جوړولو چارې هم روانې دي. دغه راز په هرات ولایت کې د زعفرانو د څېړنیز انسټیټیوټ د ودانۍ جوړولو چارې هم روانې دي، چې تر دې دمه یې د جوړولو چارې ۱۵ سلنه پر مخ تللي.
د هرات، سرپل، کندز، بادغیس، فراه، بلخ، تخار، سمنگان، فاریاب، جوزجان، بغلان، کاپیسا، کندهار او هلمند په ولایتونو کې د پنبې (مالوچ) د
۲۰۶ ننداریزو کروندو د جوړولو چارې بشپړ شوي دي.
دغه راز څلور زره او
۱۹۱ هکټاره نوي بڼونه احداث او دوه زره او ۷۰۰ هکټاره زاړه بڼونه احیا شوي دي. په تېرو شپږو میاشتو کې په ۳۲ ولایتونو کې د بڼوالۍ دحاصلاتو ټولولو اړوند دوه زره کڅوړې هم پر بڼوالو وېشل شوي دي.
د
۹۸۶ هکټاره نوي بڼونو احداث او د دوه زره او ۲۶۶ هکټاره زړو بڼونو د احیا برنامې هم تر لاس لاندې نیول شوي دي. په ۲۳ ولایتونو کې د انګورو د ۱۵۰ هکټاره سیمو د چیله بندۍ د سیسټم نصبولو له ډلې ۳۲ هکټاره یې پلي شوي او پاتي نور یې د پلي کېدو په درشل کې دي. د کابل، پکتیا، بلخ، کندز، ننگرهار، هرات، کندهار، فراه او بادغیس په ولایتونو کې د کمپوسټ سرو د تولید د ۴۹۲ برخو جوړول د منظوري په درشل کې دي، چې په راتلونکې ربع کې پلي کیږي.
دغه راز د هېواد په
۱۸ ولایتونو کې د ۲۳۵ ممیزخونو چې، هر یوه یې د اته مټریک ټنه انګورو وړتیا لري د جوړولو چارې بشپړ شوي دي. ددې ترڅنګ پر بڼوالو ۵۰۰ مټریک ټنه «DAP» کیمیاوي سره هم وېشل شوې ده.
په
۳۰ هکټاره ځنګل کې د پستې نیالګیو پیوند، د زعفرانو ۱۰۰ ننداریزې کروندې جوړول، د غزني، کاپیسا، پروان، میدان‌وردک، فاریاب، تخار، نیمروز، فراه، لوگر او پکتیا په ولایتونو کې د ۱۲ عصري سړوخونو چې، هر یوه یې ۵۰۰ مټریک ټنه ظرفیت لري پر تدارکاتي پړاوونو کار او د اتو نورو عصري سړوخو ډیزاین، چې هر یوه یي پنځه زره مټریک ټنه ظرفیت لري، د کرنې وزارت نور فعالیتونه دي.

دمالدارۍ پرمختیا
د هرات، کابل، بلخ او کندز په ولایتونو کې د څلورو مسلخونو د جوړولو چارې بشپړ شوي دي، په ټولو ولایتونو کې پر څارویو د بروسلوز (حیواني محرقې) او طاعون
۵۷۱ زره او ۶۷۸ دوزه واکسین پلي کول، په مرکزي لابراټوار کې د انتروتوکسیمیا، انټرکس، بلک‌لیگ، مرغ‌مرګي او بروسلوز درې میلیون دوزه واکسین تولیدول، په ولایتونو کې د کانګو تبې د مخنیوی کمپاینونه په لاره اچول، د کابل، ننگرهار، کندز، بلخ، کندهار، کونړ، لغمان، پروان، لوگر، خوست، سمنگان، پکتیا، جوزجان، هلمند او هرات په ولایتونو کې د غوښینو چرګانو ۶۰ فارمونه چې، هر یوه یې د پنځه زره چرګانو وړتیا لري ګټې اخیستنې ته سپارل دغه راز د کابل، ننګرهار، کندز، بلخ او هرات په ولایتونو کې د غوښینو چرګانو د ۱۰ سوداګریزو فارمونو (هر یوه د ۱۰ زره چرګانو ظرفیت لري) جوړول داوطلبی ته وړاندې کول د مالدارۍ په برخه کې د کرنې وزارت کړنې دي.
دغه راز د خوست، بلخ، بغلان او کندز په ولایتونو کې د ګرمو اوبو کبانو د
۸۰ فارمونو او د کبانو د دوه هیچرۍ د جوړولو طرحې جوړول، د کابل، لوګر، پروان، بلخ، هرات، کونړ او کندهار په ولایتونو کې د شیدې ټولولو د ۲۹ مرکزونو سمبالول او جوړول، د ننګرهار، بلخ، هرات، کندهار او پکتیا په ولایتونو کې د شاتو مچیو روزنې د ۵۰۰ کڅوړو د وېش لړۍ دوام او دغه راز د وټرنرۍ د ۲۷۰ سیمه ییزو کلنیکونو له لارې څه باندې ۳۰ زره مالدارانو ته چوپړونه وړاندې کول او ۳۱۱ مټریک ټنه د څارویو خوراکي توکي پېرل د مالدارۍ د پرمختیا په برخه کې د کرنې وزارت نور فعالیتونه دي.
په ورځ کې د
۳۰ زره لېټره شېدو د پروسس په ظرفیت په کابل کې د لبنیاتو د پروسس او بسته بندی د یو مرکز پر جوړولو کار، په کوچي مېشتو سیمو کې د څارویو د خوراکي توکو دوه ګدامونه جوړول، د څارویو د خوراکي توکو او سبو ۲۱۳ ننداریزې کروندې جوړول او د علوفي د تولید په پار په ۲۰۰ هکټاره ځمکې کرکېله او د ۱۵۳ مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوی سرو د وېش پلان مالدارۍ په برخه کې، د کرنې وزارت شپږ میاشتنۍ کړنې دي.
په تېرو شپږو میاشتو کې د طبیعي سرچینو د تنظیم په برخه کې هم اغېزناک ګامونه پورته شوي دي. د پستې
۶۰ زره نیالګیو لپاره د څاڅکي اوبوخور سیسټم جوړول، په لمریز واټرپمپ سمبال د درې کړیو ژورو څاګانو کېندل، ۱۱۹۰ کورني قوریي جوړول، ۱۱۰۰ متر مکعب چکډم (محافظتي بند) جوړول، د جلغوزي، پستې او طبیعي ځنګلونو د بیارغونې په پار نیالګې تولیدول، د ۲۷۱ جریبه قوریو بیارغونه، د ۶۰۲.۵ هکټاره څړځایونو بیارغول او خوندي کول، د طبي نباتاتو ۳۵۰ هکټاره سیمې رغول اوخوندي کول، په بند امیر کې ۷۰۰ متره پلي تګ لار جوړول او د زرغون کمربند ۱۸ هکټاره ځمکې بیارغول د طبیعي سرچینو د تنظیم په برخه کې فعالیتونه دي.

د نیمروز او تورخم په بندرونو کې د دوو قرنطین اسټیشنونو جوړول او سمبالول، د قرنطین اسټیشنونو ۱۳ لابراټوارونه سمبالول، د ناروغیو او نباتي افتونو نمونې په پار د یوې موزیم جوړول او سمبالول، د هېواد د غلو دانو زېرمو ته د پاکستان ۴۰ زره مټریک ټنه مرسته شوي غنمو لېږد، د کابل، بغلان، بلخ، هرات، کندهار او بدخشان په ولایتونو کې د پنځو سیلوګانو اود غلو دانو د یوې زېرمې ډیزاین د خوړو د خوندیتوب په برخه کې اقدامات دي.

دغه راز د برنامو جوړولو د برخې د ۴۸۵ کارکوونکو د وړتیا لوړلو په پار د وړتیا لوړولو برنامې په لاره اچول، د بودیجي جوړولو او پلان جوړولو د کړن لارې ترتیب او طرحې، د کرنیزو محصولاتو مارکېټ او سوداګرۍ په برخه کې ۷۱ زره او ۸۰۵ کسانو ته روزنیزې برنامې په لاره اچول، د اوبولګولو مدیریت، د ناروغیو او افتونو کنټرول، زعفران کار بزګران، د کروندې څارنه، د کروندې ښوونځي، په ۳۴ ولایتونو کې مسلکي مامورین او مالدارن، پر بزګرانو او د کرنې سکټور پر متشبثینو ۶۶۰ میلیون او ۴۲۸ زره او ۲۰۰ افغانۍ پورونه وېشل، د یوشمېر تقنیني سندونو سمون او بیا کتنه او د کرنې وزارت په انګړ کې د کرنې وزیر د دفتر د څلور پوړیزې ودانۍ د کار دوام هغه کړنې دي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې تر سره شوي دي.

د مېرمنو ملاتړ او پیاوړتیا
د مالدارو او کروندګرو مېرمنو ملاتړ د کرنې وزارت مهمه برخه جوړوی. د ننګرهار، فراه او بادغیس په ولایتونو کې پر بېوزله مېرمنو د شاتو مچیو د روزنې
۳۸۰ کڅوړې او دغه راز د کرنیزو او حیواني محصولاتو د راټولولو ۲۳۰ کڅوړې وېشل دغه راز ۴۰ خوسکي، د خوراکي توکو د پروسس ۳۴ توکي او ۵۰۰ وچوونکي ماشینونه هم پر مېرمنو وېشل شوي دي.

۱۹ زره او ۴۷۴ کورني باغچې جوړول، یو زر او ۸۸۵ وړې شنې خونې جوړول، پر ۲۹ زره او ۵۷۰ کورنیو د (۱۵،۲۰،۳۰،۱۰۰،۵۰۰دانې چرګانو په ظرفیت) د چرګانو روزنې کڅوړې وېشل، د ۷۰۰ شیدې ورکوونکو وزو پېر او وېش، د شیدې ټولولو د شپږو مرکزونو سمبالول او د لبنیاتو د تولید په برخه کې ۶۰۰ غوا لرونکو ته روزنه ورکول د مېرمنو د ملاتړ په برخه کې د کرنې وزارت کړنې دي.