د کورني اقتصاد ریاست

mail-admin

د کورني اقتصاد ریاست په ۱۳۵۰ام  کال کې رامنځته شو او تر ۱۳۸۴ ام کال پورې یې د رواجولو ریاست په اډانه کې  د دکور منظمولو  لوی  مدیریت  په نوم کړنې ترسره کولې. نوموړی ریاست  په ۱۳۸۴ام  کال کې  د کرنې، اوبو لګونې او مالدرائ وزارت د مقام د ارزونې پر اساس د  کور منظمولو لوی مدیریت  نه  یې کورنی اقتصاد ریاست ته لوړاوی وکړ او د څیړنو او رواجولو لوی ریاست د تشکیل تر چطر لاندې  یې خپلې کړنې تر سره کولې.

د کورني اقتصاد ریاست  د ۱۳۸۵ ام کال نه تر ۱۳۹۲ ام کال پورې خپلې کړنې د رواجولو لوی ریاست د تشکیل په اډانه کی تر سره کولې او هغه وخت یې د  دوو  آمریتونو او  یو لوی مدیریت په نمونو( د کورنیو لپآره د خوراکي خوندیتوب آمریت، د تغذي تعلیماتوآمریت او همدا راز د کلیوالي ځوانانو او جندر لوی مدیریت) په برخو کې کړنې ترسره کولې. 

د کورنی اقتصاد ریاست په ۱۳۹۲ کال کې  د کرنې، اوبو لګونې او مالدرائ وزرات د مقام د پریکړې پر اساس خپلواک او ځآنته شو او تر دې مهال په خپلواکه توګه د کرنیزو او مالدارئ چارو معینیت تر مستقیم اثر لاندې کړنې تر سره کوي.  دمګړی د کورني اقتصاد ریاست په خپل تشکیل کې د دوه آمریتونو (د تغذي او خوراکي خوندیتوب آمریت،  د ښاري کرنې او وړو صنایع آمریت) او همدا راز دوه لویو مدیریتونو(د ښځو د کرنیزو کوپراتیفونو او کلیوالي ځوانانو لوی مدیریت او د عایداتي پروژو د طرحې او توحید لوی مدیریت) په آډانه کې خپلې کړنې تر سره کوي.

د کورني اقتصاد ریاست اصلي موخه د خوراکي خوندیتوب رامنځته کول، د تغذي حالت ښه کول، د کورنیو اقتصادي حالت لوړاوی، په ځانګړې توګه په ښاري، نیمه ښآري او کلیوالي سیمو کې  د ښځو د ژوند اقتصادي حالت لوړونه ښودل شوې ده. او دغه پورته موخې کولای شو، چې په ښآري، نیمه ښاری او کلیوالي سیمو کې د  کرنیزو محصولاتو په کچه کې  د زیاتوالي، د اغیزمنو  او ګټورو کرنیزو پروژو او برنامو په پلي کولو،  د کرنیزو عایداتي پروژو په طرحه کولو او پلي کولو( د کرنې په  پرمختلليو لارو چارو او قطره اي سیستم  سمبالول د   کورنی او مکتبي وړو بڼونو او ګرین هاوسونو رغولو، کورني چرګانو، د شیدو ورکونکو وزو،  د خوراکي موادو د پروسسولو،  د مسلکي او فنی  رزونې او نورو عایداتي فعالیتونو) په ترڅ کې تر لاسه کيږي.

کورنی اقتصاد ریاست  خپلې کړنې د خوراکي خوندیتبوب ستراتیژي، په کرنه کې د ښځو ملي ستراتیزي او د ځانګړی کاري ۵ کلن پلان او ستراتیژي لرلو په اساس طرحه او پلې کوي. دغه ریاست د روزنې په برخه کې   کړنې تر سره کړې دي، چې له هغې ډلې څخه د  افغانانو د خوراکي رژیم ملي لارښود، د مرخیړیو د کښت لارښود،  په افغانستان کې د کورنیو میوو او سبو د پروسس لارښود،  په افغانستان کې دکورنیو د تغذیې لارښود،  د بیلا بیلو نمونو تر سرلیک لاندې  د روزنیزو بروشرونو او پوسټرونو لارښود(د رومي بانجانو او رب جوړولو،   د بیلا بیلو چکنیو او مرباو جوړولو لارښود،  د بې سواده کورنیو تغذیه کولو او د بې سواده ماشومانو په ښه توګه تغذیه کولو)، د تغذیې په برخه کې اساسی پیغامونه، د ماشومانو د صحي خوړو په اړه پیغامونه او د خوشحاله او نیمکرغه کورنی رامنځته کیدو او داسې نورو اړینو موضوع ګانو په اړه چمتو شویو پیغامونو څخه ګټه اخیستنه او د ګروندګرو او په ځانګړې توګه د کرنې شغل لرونکو ښخو په واک کې ورکول دي.

دمګړی د کورنی اقتصاد ریاست ۵۶ کارکوونکی لري، چې له دې ډلې څخه یې(۱۷ تنه په مرکز، ۳۹ تنه کارکونکي د هیواد په ۲۵ ولایتونو ) خپلې دندنې مخ ته وړي، همدا راز ۱۰۵ تنه سیمه ایز ترویجي یعني قرارداردي کارکوونکي لري، چې له دې ډلې څخه یې  ۲۲ کارکونکي په مرکز او ۸۳ کارکوونکي د هیواد په ۱۶ ولایتونو کې دندې تر سره کوي.

د کورنی اقتصاد ریاست کاري برخې:       

 

  1. د خوراکي توکو خوندیتوب او تغذي تعلیماتو آمریت:

    1.  د خوراکي توکو د پروسسولو د  پروژو پلي کول.

    2. د آشپزی نندارې.

    3. د خوراکي توکو د پروسس او تغذي تعلیماتو په برخه کې ښځو ته روزنه ورکول.

  2. د ښاري، نیمه ښآري کرنې او وړو صنایعو آمریت:

    1. د کورنیو او ښوونځیو بڼونو رغول.

    2.  د کورني چرګانو، د شیدو ورکونکو وزو د روزنې په برخه کې د عایداتي وړو پروژو پلي کول او د لمریزو وچونکو ماشینونو څځه اغیزمنه ګټه اخیستنه.

  3. د وړو عایداتي پروژو ډيزاین او طرحې لوی مدیریت:

    1. د خوارکي توکو د خوندیتوب او پروسسولو ، دتغذیې تعلیماتو، کورنی، مکتبی او کلنیکي بڼونو او  د خوراکي توکو د پروسس په برخه کې د مسلکي او فني روزنې ورکولو په پار د وړو عایداتي پروژو طرحه او ډيزاینول.

    2. د کورني چرګانو روزلو، د شیدو ورکولو وزو د شیدو د پروسسولو او  د لمریزو وچوونکو ماشینونو څخه د ګټې اخیستنې په برخو کې د وړو عایداتي پروژو طرحه او ډيزاینول.

  4. د کلیوالي ځوانانو، کوپراتیفونو او د ښځو د ټولنو مدیریت:

    1. د کرنې او مالدارئ چارو په برخه کې  د کوپراتیفونو، ټولنو او د ښخو د تولیدونکو ګروپونو  جوړول.

    2. د کرنې او مالدرئ چارو( کوپراتیفونو، ټولنو او تولیدي ګروپونو) په برخه کې د ښځو پوهاوی.

    3.  د کرنې او مالدارئ چارو په برخه کې د  ځوانانو د ګروپونو جوړول.

    4. د کوپراتیفونو،ټولنو او د ښځو تولیدونکو ګروپو نو څخه د ښه مدیریت کولو په پار د کرنې او مالدرائ په برخو کې  ښخو ته تخنیکي رزونې ورکول.

  5. اجراییه مدیریت:

    1. د اداري ورځنیو کارونو تر سره کول، چې په هغې کې وارده او صادره  تنظیم شوي مکتوبونه شامل دي.

کورني اقتصاد ریاست  تل هڅه کړې ده، چې په ښآری،  نیمه ښاري  او کلیوالي  سیمو کې د  اړمنو کورنیو لپاره د خوراکي توکو  خوندیتوب، د تغذیې حالت د  ښووالي او د ښخو د کورني اقتصاد د پیاوړتیا  په برخو کې  بنسټیزې عایداتي پروژې او برنامې طرحې اوپلې کړي. ترڅو دا پروژې   د خوارکی توکو د  خوندیتوب، د تغذي حالت د ښووالي او د بیوزله او غریبو کورنیو د اقتصادي حالت د ښووالي سبب شي او په پایله کې  به  د کورنی اقتصاد ریاست کړنې د کرنې، اوبو لګونې او مالدرائ وزارت  د موخو مطابق د  بیوزلي دکچې په را کمښټ کې مرسته  وکړي.  

دمګړی دا ریاست دهیواد په ۳۴ ولایتون کې د اختیاري بودیجې په لرلوو سره د خوراکی توکو د خوندیتوب په برخه کې پروژې پلې کوي او دکرنې سکټور  له لارې  د خوارکي توکو  خوندیتوب او   د تغذيي حالت کې ښووالي رامنځته کولو  په ځانګړې توګه  د ښځینه کورنیو د اقتصادي ودې  په برخه کې پروژې طرحه او پلي کوي.  ددې پروژو د پلې کیدو په ترڅ کې ښخو ته کاری اسانتیاوې برابریږی.

دا مهال  د کورني اقتصاد ریاست  په دولتی(رسمي)او قرارداری برخو کې ۲۳۳  کارکوونکي لري.

  • په ټولیز ډول سره په مرکز کې ۳۵ کارکوونکي لري، چې له دې ډلې  څخه یې ۱۸ کارکوونکی  دولتي  او ۱۷ کارکوونکي هم قرارداري دي.

  • په ټولیز ډول په ولایتونو کې  ۱۹۸ کارکوونکي لري، چې له  دې ډلې څخه  په ۲۸ ولایتونو کې ۵۶ دولتي(رسمي) او د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې هم  ۱۴۲ تنه  قراردادي کارکوونکي لري.

لرلید:

په ښآري، نیمه ښاري او کلیوالي سیمو کې  دکورنیو د شته سرچینو څخه د ګټې اخیستنې په ترڅ کې د ټولنې د بیوزله او زیان لیدونکو کورینو د خوراکي توکو د اړتیاو پوره کولو، د کورنیو د عوایدو د لوړوالي او د سالم ژوند لرلو په پار  ښو او با کیفته  خوراکي توکو ته لاسرسی لرل دي.

ماموریت:

د هېواد په ښاری، نیمه ښاري او کلیوالي سیمو کې د کرنیزو او مالدارئ محصولاتو له لارې  د بیوزله کورنیو په  اقتصادي حالت او تغذيي حالت کې  ښووالي رامنځ ته کول او همدا راز خوراکي خوندیتوب رامنځته کول دي.

موخه:

په ښارونو، نیمه ښاري او کلیوالی سیمو کې  د کرنی سکټور  او د کرنیزو او مالدارئ با ارزښته محصولاتو له لارې د بیوزله او زیان لیدونکو کورنیو، په ځانګړې ډول د ښخو اقتصادي حالت لوړول، د تغذییې د حالت ښه کول او خوراکي خوندیتوب ته ښوالی ورکول دی.

په مرکز او ولایتونو کې د کورني اقتصاد ریاست کړنې:

  1. د تخنیکي روزنیزو پروګرامونو  جوړول.

  2. د کرنیزو تولیدي ګروپونو ، ټولنو او کوپراتیفونو رغول.

  3. د معلوماتی تکنالوژی د مرکز لیږد.

  4. د کورنیو بڼونو رغول.

  5. د شنو خونو رغول.

  6. دخوراکي توکو پروسسول.

  7. د مالدرائ  په برخه کې د وړو فارمونو جوړول.

  8. د زعفرانو کښت او تولید.

  9. د قوریو جوړول.

  10. د کرنیزو وسایلو ویشل.

  11. د مرخیړیو کښت، تولید او رواجول.

  12. د لبنیاتو پروسسول.

لاسته راوړنې:

کورنی اقتصاد ریاست په هیواد  کې د بیوزله او زیان لیدونکو کورنیو د کچې په را کمښت کې هیڅ ډول هڅه نه ده سپمولې او دخپلې اصلي موخې مطابق یې لاندې لاسته راوړنې درلودلې دي.

  • دکرنې، اوبو لګونې او مالدارئ وزارت   د ستراتیژیکې موخې  مطابق  د کورني اقتصاد ریاست د سترتیژی طرحه او تدوینول.

  • د ۲۰۱۵ نه تر ۲۰۲۰ کلونو پورې  په کرنه کې  د ښځو د ملي ستراتیژي تدوین او طرحه کول، نوموړې طرحه د کرنې وزیر لخوا لاسلیک شوې ده.

  • په ملي  کچه د عملي پلان رامنځ ته کول  او د ښځو د علمي  وړتیا لوړنې په آډانه کې ورته  پراختیا ورکړل شوې ده.  

  • د هیواد په مرکز او شپږو ولایتونو (بلخ، بامیانو، هرات، ننګرهار،بدخشان او کندز) کې د ښخو د پیاوړتیا په برخه کې   د  کاري ګروپونو جوړول. نوموړي کاري ګروپونه په مرکز کې د مسلکی معینیت تر چتر لاندې او په ولایتونو کې د یادو ولایتونو دکرنې ادراې د مشرانو تر نظر لاندې جوړ شوي دی او د ښخو د کاري وړتیاوو لوړولو په پار په مرکز او ولایتونو کې   میاشتنی غونډې جوړوي.

  • په مرکزي، شمالي او غربي زونونو (کابل، بدخشان او هرات) کې د نوې کرنیزې تکنالوژی د پيژندلو په پار د ښخو لپآره د تکنالوژي د لیږد او روزنیزو مرکزونو جوړیدل.

  • د زعفرانو د رواجولو او کښت کولو، د شاتو مچیو روزلو، د چرګانو، د میوه لرونکو او بې میوې ونو د  قوریو، مرخیړیو او داسې نورو برخو کې د  وړو عایداتي پروژو پلي کول.

  • د  دولت د پراخیتايي بودیجې او کویت فند لخوا د هېواد په لسو ولایتونو کې د خوراکي توکو د خوندیتوب په برخه کې د ًپروژو پلي کول.

  • د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې د دوه پړاونو په ترڅ کې(۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ چې د ۱۳۹۵ او  ۱۳۹۶ کلونو سره سمون خوري) د کورنیو بڼونو د پروژو پلي کول.

  • دافغانانو لپاره د خوراکی خوندیتوب د لارښود  جوړیدل او لاسلیکول.

  • په مرکز او ولایتونو کې د ښځو  د کرنیزو کوپراتیفونو، ټولونو او تولیدونکو ګروپونو رغول.

  • په مرکز او ولایتونو کې د کرنې شغل لروننکو ښخو لپاره د UNFAO, USAID/ CBCMP, UNDP, WFP د فترونو مالي او تخنیکي مرستو را جلبول.

  • د خوراکي خوندیتوب د ستراتیژی په تدوین او طرحه کې فعاله برخه اخیستل او په مرکز او ولایتونو کې د کورني اقتصاد ریاست او نورو ریاستونو لخوا یې پلي کول.

  • د هیواد په مرکز او ولایتونو کې د کورني اقتصاد ریاست د پروژو او برنامو د پلي کولو په پآر د ځانګړي کلني کاری پلان طرحه او پلي کول.

  • د اړتیا مطابق د د افغانانو د خوراکی ملي رژیم لارښود، د مرخیړیو د کښت لارښود، په افغانستان کې د میوو  او سبو د کورنی پروسس لارښود او په افغانستان کې د کورنیو د تغذیې لارښود  د طرحې او تدوین په موخه هڅې کول.

  •  د بیلا یبلو نمونو تر سرلیکونو لاندي (د رومي بانجانو د رب د جوړلو لارې، د مربا او ترشی جوړولو لارې ، د سواد نه لرونکو کورنیو تغذیه کول او په ښه بڼه د ماشومانو تغذیه کولو ) د روزنیزو بروشرونو او پوسترونو د لارښود طرحه او تدوین کول.

  • د تغذیۍ ، صحي خوراکي توکو، د نیکمرغه کورنی د خوښو ماشومانو لرولو او داسې نورو برخو کې د پیغامونو طرحه او تدوینول او دغه پیغامونو د ښځینه کروندګرو په واک کې ورکول.

  • د لومړي ځل لباره د هېواد د  ولسمشر او لومړی میرمنې په ګډون د ۲۰۱۵ کال د اکتوبر پر ۱۵ نیټه  د کرنیزې نندارتون سره یو ځای په شانداره مراسمو د ښخو د نړیوالې ورځې لمانځل.

  • په افغانستان کې د کورنئ تغذیی  لارښود.

  • د بیلا یبلو نمونو تر سرلیکونو لاندې (د رومي بانجانو د رب د جوړلو لارې، د مربا او ترشی جوړولو لارې ، د سواد نه لرونکو کورنیو تغذیه کول او په ښه بڼه د ماشومانو تغذیه کولو ) د روزنیزو بروشرونو او پوسترونو د لارښود طرحه او تدوین کول.  

  • کورنی اقتصاد ریاست د خپل کاري برخو د اړتیاوو پر اساس د کارکوونکو لپآره ۴۷ روزنیزې پروګرامونه جوړ کړي دی. چې له دې ډلې څخه د کاري وړتیا په پار ېې  کارکوونکو ته په ۳۴ کورنیو  روزنیزو پرورګامونو کې روزنه ورکړې ده او ۱۳ ځلې یې د هېواد څخه بهر لیږليٍ دي او په پایله کې یې ۵۵ کارکوونکو ته په کور دننه لنډ مهاله روزنه او ۲۶ کارکوونکو ته په ۱۳ دورو کې له هیواد څخه بهر رزونه ورکړل شوې ده.

  • د کال په لړ کې په ولایتونو کې د ښاری کرنې او وړو صنایعو پلي کیدونکو برنامو څځه  څارنه کول.

  • د  پوهنې وزارت، دکلیو او پراختیا وزارت، عامې روغتیا، د ښځو چارو، کار او ټولنیزو  چارو وزارتونو سره د ګډې همکاری په ترڅ کې د یادو برنامو د پلي کیدو په پار  په مرکز او د کورنیو د خوراکی خوندیتوب آمریت سره  د خوراکي توکو د پروسس، د تغذيي تعلیبماتو او د اشپزی د نندارې په برخه کې رغنده رول لرل  او د روزنیزو کورسونو له لارې  د خوراکي خوندیبتوب او د بیوزله او مجبورو کورنیو د اقتصادي ودې، په ځانګړي ډول د هغه کورنیو چې د  سرپرستی چارې یې د ښځو په غاړه دي کړنې تر سره کوي.

  • کورنیو ته د تغذيي تعلیماتو او د خوراکي توکو د پروسس د بیغامونو د لیږډ په برخه کې یې کړنې ترسره کړي دی او په دې برخه کې یې روزنیزې لارښوونې  د کتاب، پوسټر او پروشور به شکل برابر او ویشلي دي. همدا راز له هغه ارګانونو سره یې هم مرستې کړې دي، چې  د خوارکی توکو د خوندیتوب په برخه کې کړنې تر سره کوي.  د سوی تغذي، د صحي ډوډی او د ماشومانو د بشپړې تغذیې په تړاو یې  د ملی راډیو تلویزیون  د پروګرامونو له لارې په پښتو او دري ژبو روزنیز تعلیمي پیغامونو خپرول.

  • په هیواد کې او له هېواد څخه بهر  د کرنې په برخه کې د کوپراتیف لرونکو ښخو، ټولنو او ګروپونو ته د دوی د کاري وړتیا لوړنې او اقتصادي ودې په پار د حرفوی او روزنیزو پرورګامونو برابرول.  د کورني اقتصاد ریاست د دوامدره هڅو په لړ کې د ښخو د کرنیزو کوپراتیفونو، تولیدونکو ګروپونو او ټولنو کرنیزو حاصلاتو کچه لوړه شوې ده او اقتصادي حالت کې یې ښووالی راغلی دی. په ښاری، نمیه ښآري او کلیوالی سیمو کې یې  دکرنیزو پروژو او برنامو د پلي کیدو له لارې د خوراکی توکو د خوندیتبو او د ښخو لخوا د کورنیو د تغذيي حالت ته ښوالي په برخه کې د برنامو به پلي کولو کې مرسته کړې ده.

  • کورنی اقتصاد ریاست د کرنې وزارت د همکارو برنامو او پروژو((NHLP, FAO, CARD- F, RMLSP/ CLAP, CBCMP, UNDP  و WFP) په ګډه همکاری  او د ښځو چارو وزارت  د ځوانانو معینیت، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو معینیت او نورو وزارتونو  په همږغږی او نږدې همکاری په ترڅ کې یې  د کرنیزو تولیدونکو ګروپونو، کرنیزو ټولنو او د ښخو د کرنیزو کوپراتیفونو  څخه ملاتړ کړی دی، چې په پایله کې یې  د خوراکی خوندیتوب، دتغذیې  حالت د ښه کیدو او دکورنیو د اقتصادي حالت د ښووالي سبب شوي دي. همدا راز کرنې، اوبو لګونې او مالدارئ وزارت  د کورني اقتصاد ریاست له لارې د مرستو او همکاریو د جلب په پار د وزرات د همکارو پروزو او اړوندو ادارو سره اړیکه نیولې ده، تر څو د کرنیزو تولیدونکو کروپونو د پیاوړتیا، کرنیزو ټولنو او د ښځو د کرنیزو کوپراتیفونو د پیاوړتیا په برخه کې ملاتړ تر لاسه کړي  او  ښځې بیاوړی کړی.

  • د کرنې، اوبو لګونې اومالدرائ وزارت د  یو شمېر همکارو پروژو(RMLSP / CLAP ، FAO, NHLP, CARD- F)  او اړوندو ادارو  د ملاتړ په ترڅ کې دهیواد په مرکز او ولایتونو کې  د کرنیزو تولیدونکو ګروپونو، کرنیزو ټولنو او د ښخو د کرنیزو کوپراتیفونو د جوړیدو او مدیریت په برخه کې د کاري وړیتا لوړنې په پار  د کرنیزو تولیداتو ۳ ګروپونو، د کرنیزو چارو ۵ ټولنو او د ښځو ۲۰ کرنیزو کوپراتیفونو ته د رزونې امکانات برابرول.

  • د وریښمو چینجیو  په   فارم کې   د کرنیزو تولیداتو کروپ ښځینه غړو  ته د سبو د کښت، تولید، اوبو لګونې، خیشاوې، د کرنیزو محصولاتو راټولونې به برخه کې  د  مناسبو لارو چارو ، درجه بندی، بسته بندی، بازارموندنې، ښې تغذیې او د خوارکی توکو د پروسس( د ترشی جوړول، چکنی جوړول، رب او مربا جوړل) په برخو کې تخنیکی روزنې په پار د یوې میاشتني روزنیزو کورسونو جوړول او همدا راز د ښخنیه کرنیزو کوپراتیفونوړ ټولنو او د تولیدونکو ګروپونو د مدیریت په برخه کې  ۱۰۰ تنه ښخو ته د  روزنه ورکول. 

  • د هیواد په داخل او له هېواد څخه بهر هندوستان کې   د روزنې او علمي سیر له لارې د ښخینه ۷ کرنیزو کوپرتیفونو غړو د   د وړتیا لوړول.