د ځمکو لوی ریاست د جیوډیزۍ او کادستر لوی ریاست د څانګو د اغیزمنتیا په پار غونډه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۲/۲۳ - ۱۶:۱۲
د ځمکو لوی ریاست د جیوډیزۍ او کادستر لوی ریاست د څانګو د اغیزمنتیا په پار غونډه

۲۳ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۳ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
 دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ د ځمکو د لوی رییس په مشرۍ جوړه شوې غونډه کې، چې د جیوډیزي، کادستر، کارتوګرافي، د ځمکې د معلوماتو سیسټم، فوتوګرامیترۍاو میتادېتا ریاستونو مسوولینو په کې برخه اخیستې وه، دیادو  یاستونو د چارو پر ذغېزمنتیا خبرې اترې وشوې.
په دې غونډه کې د ځمکو  لوی رییس  ملا عبدالرحمن رحماني د یادو ادارو له مسوولینو څخه وغوښتل، چې د خپلو رياستونو په اړه د يو هراړخیز پریزنټیشن په ترڅ کې د خپلو کارونو او فعالیتونو د اغېزمنتيا په موخه د وزارت رهبرۍ ته په خلص ډول معلومات وړاندې کړي. 
نوموړي دغه راز د اړوندو ادارو له مسوولینو څخه وغوښتل، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له رهبرۍ سره د خپلو ریاستونو په تېر، اوسني او راتلونکي کې د ترسره شویو مسوولیتونو او کاري فعالیتونو په اړه هم خبرې وکړي.
په پای کې د یادو ریاستونو مسوولینو د ځمکو ادارې له مشرتابه څخه د مننې ترڅنګ د هر ډول همکارۍ ژمنه. کړل.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۴۹
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، میدان وردګو ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۹
Background image

د کرنې وزارت چاراکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې ګډون وکړ

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې، چې د «له زده‌کړې څخه د باکیفیته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۸
Background image

پکتیکا کې د شنو ونو د ناقانونه وهلو په تړاو دوه تنه ونیول شول

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې د شکین ولسوالی په دوو بېلابېلو سیمو کې د شنو ونو د ناقانونه پرېکولو په تړاو. . .

بازگشت