د ننګرهار کانال رياست درېیم فارم کې د لمر ګلې حاصلات ډېرېږی 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۶ - ۹:۴۳
د ننګرهار کانال رياست درېیم فارم کې د لمر ګلې حاصلات ډېرېږی 

١٤ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
١٤ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار د کانال ریاست چارواکي وایي، چې ددې ریاست  په درېيم فارم کې د لمرګلې (لمرپرست ) حاصلات ډېرېږي.
لمر ګل، چې په پښتوکې ورته لمرپرست ،لمر مخی، ټاپراس یې بولي. د ننګرهارکانال شرکت په درېيم فارم کې په ۴۰ جریبه ځمکه کرل شوی، تمه ده چې د ننګرهارکانال د نورو فارمونو پشان به دا کښت شوی لمرګلي ښه حاصل ورکړي.
د ویلو ده چې د ننګرهارکانال شرکت د څلورګونو فارمونو ټولې ځمکې د اګرونومیکي ځانګړنې او اقلیمي شرایطو له مخې په کال کې د درېو فصلونو د کښت وړتیا لري، چې د زیتون او سټروسو سربېره، غنم، شولې، ګني، جوار، خټکي، هندواڼي، حبوبات او نورو صنعتي نباتاتو کر کېلې ته مساعده ده.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت