د لغمان د کرنې رییس قرغیو ولسوالی ته د سفر په ترڅ کې د مالدارۍ فارمونو څخه لیدنه وکړه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۴ - ۱۰:۳۰
د لغمان د کرنې رییس قرغیو ولسوالی ته د سفر په ترڅ کې د مالدارۍ فارمونو څخه لیدنه وکړه

١٤ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
١٤ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
دلغمان کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ رییس الحاج مولوي محمدولي محسن قرغیو ولسوالی ته په داسې حال کې سفر وکړ چې دیاد ریاست دمالدارۍ چارو امر جواد علیزاده او د کرنیزو چارو امر انجنیر بریالی همدرد هم ورسره وو.
  نوموړو چارواکو  د یادې ولسوالی اړوند دره لام او د چهار باغ سیمو د اصلاح شویو نسلونو غواګانو او د ماهیانو تولیدي فارمونو څخه لیدنه وکړه.
 ښاغلي محسن د مالدارۍ او دکبانو تولیدي فارمونو مالکانو ته د دوی دکارو بار دلا پرمختګ لپاره لازمې مشورې ورکړل او د دوی ستونزې له نږدې واوریدې او دحل ډاډ یې ورکړ.
 بلخوا دیادو سیمو  فارمدارنو د لغمان د کرنې رییس څخه مننه وکړه، چې د دوی ستونزو ته تل وخت په وخت رسېدنه کوي. نوموړي فارمداران له خپلو تولیداتو څخه راضي وو او دلغمان د کرنې، اوبولګولواومالدارۍ ریاست څخه یې د حیواني خوراکې او همداراز دشیدو لوشلو او د لبنیاتو د پروسس کولو ماشینونو په برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه، چې په دې برخه کې  محسن دوی ته ډاډ ورکړ ويې ویل هغه امکانات او خدمات چې د کرنې ریاست په واک کې دي هغه به ټولو فارمدارنو ته پروخت رسېږي، هغه زیاته کړه چې لا به هڅه کوي چې ترڅو د مؤسساتو له لارې دفارمدارنو یادې غوښتنې پوره کړي.
 دیادولو وړ ده، چې په قرغیو ولسوالی کې ١٢٠ بابه د اصلاح شویو نسلونو غواګانو فارمونه او ٨٠ بابه د کبانو فارمونه او ٤٢ بابه د غوښینو چرګانو فارمونه شتون لري، چې په سلګونوکسانو ته په کې په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت