هلمند کې یوشمېر بزګران روزل کېږي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۵ - ۱۰:۲۳
هلمند کې یوشمېر بزګران روزل کېږي

د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت ناوې ولسوالی کې د کرنې ادارې اړوند دبوټو ساتنې او ترویج مدیریت کارمندانو لخوا د کفشک حشرې د میخانیکي مخنیوى په اړه بزګرو ته په عملي او نظري ډول زده کړې ورکول کېږي.
د كفشك حشره چې هلمند کې پر غنمو د وږو په مرحله کې حملې کوي،  د غنمو له شيرې، پاڼو ،تنې او دانې څخه تغذيه اخلي، او پر همدې وخت  دا حشره د غنمو دانو ته بدبويي اوزهري  مواد داخلوي، چې د غنمو خوند ورسره خرابيږي، ښه  ډوډۍ نه وركوي او له ګټې  وځي.
د یادولو وړ ده چې د کرنې ادارې د بوټي ساتنې او ترویج فني کارکونکو لخوا به دا لړۍ په نورو ولسوالیو کې هم ادامه ومومي .

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت