هلمند کې یوشمېر بزګران روزل کېږي
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت ناوې ولسوالی کې د کرنې ادارې اړوند دبوټو ساتنې او ترویج مدیریت کارمندانو لخوا د کفشک حشرې د میخانیکي مخنیوى په اړه بزګرو ته په عملي او نظري ډول زده کړې ورکول کېږي.
د كفشك حشره چې هلمند کې پر غنمو د وږو په مرحله کې حملې کوي، د غنمو له شيرې، پاڼو ،تنې او دانې څخه تغذيه اخلي، او پر همدې وخت دا حشره د غنمو دانو ته بدبويي اوزهري مواد داخلوي، چې د غنمو خوند ورسره خرابيږي، ښه ډوډۍ نه وركوي او له ګټې وځي.
د یادولو وړ ده چې د کرنې ادارې د بوټي ساتنې او ترویج فني کارکونکو لخوا به دا لړۍ په نورو ولسوالیو کې هم ادامه ومومي .
