ننګرهار کانال ریاست کې د پیازو محصولات ډېر شوي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۳۰ - ۹:۳۶
ننګرهار کانال ریاست کې د پیازو محصولات ډېر شوي

دننګرهار کانال ریاست چارواکي وایي، چې ددې کانال اړوندو ځمکو د پیازو حاصلات ډېر شوي دي.
د کانال ریاست چارواکي وایي، چې د کانال اجاره داران (ځمکوال ) او بزګر هر کال د کانال په ځمکو غنم، جوار، لوبیا، اوربشې، پیاز، کچالو، رومیان ، هندواڼه ، خټکي ، ډول ډول سابه او نور کري، چې د ننګرهار سربېره، ټول ختیځ زون، کابل او نورو ولایتونو ته هم استول کېږي.
د چارواکو په خبره په دغو کرنیزو توکو کې د نورو کرنیزو توکو سره  پیاز شته بزګرانو ته ښه عاید لرونکي محصول ګڼل کېږي ،له همدې امله د کانال اجاره لرونکي د پیازو د سترو تولیدوونکو په ډله کې شمېرل کېږي.
پیاز له لوړ مصرفه خوړنيز سبو څخه دی، چې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د شمېرو له مخې په ١٤٠١ ام کال کې د هېواد په کچه ٥٤١زره او ٢٢٥ متريک ټنه د پیازو حاصلات راټول شوي دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۹:۳
Background image

کرنې وزارت کې د خالصه جایدادونو معلوماتي سیستم پیل شو 

۱۱ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر په مشرۍ په جوړه شوې ناسته کې، د کرنې وزارت د احصایې او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۹:۳
Background image

د کندز ولایت په مرکز او چهاردرې ولسوالی کې ۸۰ تنو بزګرانو ته د مېوه‌لرونکو بڼونو جوړول

۱۱ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د بڼوالۍ سکتور د پیاوړتیا، د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي او د بزګرانو د اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه، د ډاکار دفتر له لوري د کندز ولایت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۳:۶
Background image

د کندهار ژړۍ ترویجي فارم کې د ځنګلي نیالګیو د قلمو اېښودلو چارې پیل شوې

۱۱ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کندهار د ژړۍ ولسوالی په روزنیز فارم کې پر ۱۶ جریبه ځمکه د ۳۲۰ زره ځنګلي نیالګیو لپاره د. . .

بازگشت