ننګرهار کانال ریاست کې د پیازو محصولات ډېر شوي

mail-admin
Wed, Apr 19 2023 9:36 AM
ننګرهار کانال ریاست کې د پیازو محصولات ډېر شوي

دننګرهار کانال ریاست چارواکي وایي، چې ددې کانال اړوندو ځمکو د پیازو حاصلات ډېر شوي دي.
د کانال ریاست چارواکي وایي، چې د کانال اجاره داران (ځمکوال ) او بزګر هر کال د کانال په ځمکو غنم، جوار، لوبیا، اوربشې، پیاز، کچالو، رومیان ، هندواڼه ، خټکي ، ډول ډول سابه او نور کري، چې د ننګرهار سربېره، ټول ختیځ زون، کابل او نورو ولایتونو ته هم استول کېږي.
د چارواکو په خبره په دغو کرنیزو توکو کې د نورو کرنیزو توکو سره  پیاز شته بزګرانو ته ښه عاید لرونکي محصول ګڼل کېږي ،له همدې امله د کانال اجاره لرونکي د پیازو د سترو تولیدوونکو په ډله کې شمېرل کېږي.
پیاز له لوړ مصرفه خوړنيز سبو څخه دی، چې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د شمېرو له مخې په ١٤٠١ ام کال کې د هېواد په کچه ٥٤١زره او ٢٢٥ متريک ټنه د پیازو حاصلات راټول شوي دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS