بغلان کې د ملخانو پر وړاندې د مبارزې کمپاين پیل شوی

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱/۲۶ - ۱۲:۵۱
بغلان کې د ملخانو پر وړاندې د مبارزې کمپاين پیل شوی

٢٦ وری ۱۴۰۲ه‍.ش
٢٤ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۴ ه‍.ق
د بغلان ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مشر قاري محراب الدین بلال په سپارښتنه او د یاد ریاست د بوټو ساتنې لوی مديريت مدیر شریف الله ''حازم'' او ور سره د یاد مدیریت کارکوونکو لخوا ددې ولايت د مرکزي بغلان، دهنه غوري او پلخمري ولسوالیوکې د مراکشي ملخانو د مخنيوي او ددغه آفت د معلومولو سروې او پر وړاندې یې کمپاين پیل شوی، چې تر دې دمه د يادې ولسوالی(د بایسقال، کلیو پراختیا دښته، کوچني او لوی لایقو، خرخور، عظیم شور، آبقول او نورې سیمې يې سروې د ملخانو له شتون څخه يې پاکې کړي دي.
د چارواکو په خبره دغه سروې په نورو ولسوالیو کې هم تر سره کېږي. 
همدارنګه یاد ریاست د بوټو ساتنې لوی مديريت مسئول او کارکوونکو د ا.ا.ا د کرنې، اوبولګولو او مالداری وزارت او بغلان ولایت مقام په مرسته هلې ځلې کوي تر څو پر وخت سره د طبيعي افتونو او مراکشي ملخانو د راتګ مخنیوی وکړي او له دې لارې د راتلونکو ګواښونو کچه ټیټه کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۴۹
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، میدان وردګو ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۹
Background image

د کرنې وزارت چاراکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې ګډون وکړ

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې، چې د «له زده‌کړې څخه د باکیفیته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۸
Background image

پکتیکا کې د شنو ونو د ناقانونه وهلو په تړاو دوه تنه ونیول شول

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې د شکین ولسوالی په دوو بېلابېلو سیمو کې د شنو ونو د ناقانونه پرېکولو په تړاو. . .

بازگشت