د ننګرهار کانال رياست کې د مالدارۍ دوه فارمونه رغول کېږي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱/۲۶ - ۱۰:۵۲
د ننګرهار کانال رياست کې د مالدارۍ دوه فارمونه رغول کېږي

٢٦ وری ۱۴۰۲ه‍.ش
٢٤ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار کانال رياست چارواکي وایي، چې ددې کانال اړوند د مالدارۍ دوه ویجاړ شوي فارمونه بیا ځلې په عصري او مجهزه بڼه فعالوي.
د چارواکو په خبره، د غازي آباد فارم چې ټول مساحت یې (۳۰۶۳،۹) هکټاره دی؛ شپږ بلاکونه، ستروسود بسته بندۍ دستګاه، کلکسیون بڼ، مالدارۍ فارم، قوریه، تخنیک، کلوپ، رستورانت، لېسه، کوچنیانو تفریحي پارک،سیمنا، پنځلس بسترېز روغتون او د اماکنو مدیریت چې  د ۸۸۹ کورنیو د استوګنې وړتیا یې درلوده، شتون درلود، خو په خواشینۍ سره چې څه دپاسه څلوېښتو کلونو جګړو له امله یې ډیری برخې ویجاړې شوې دي، له نېکه مرغه اوس يې بیا ابادۍ ته ننګرهارکانال ریاست مټې رانغاړلي دي .
ددې پروژې په بشپړېدو سره به د مالدارۍ محصولاتو د زیاتوالي ترڅنګ یوشمېر کسانو ته د کار زمينه هم برابره شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت