د ننګرهار کانال ریاست: د خرما بڼ د عواید غوره سرچینه ده

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۷ - ۹:۱۴
د ننګرهار کانال ریاست: د خرما بڼ د عواید غوره سرچینه ده

د ننګرهار کانال ریاست چارواکي وایي، چې ددې ریاست اړوندو ځمکو کې د خرماوو ۴۰ جریبه بڼ څخه په دوو میاشتو کې ۶۷۵ زره افغانۍ عواید تر لاسه کېږي.
د چاراکو په خبره ددې کانال اړوند د خرماو بڼ د حاصلاتو پلور له لارې به د کانال ریاست ته غوره عواید ترلاسه شي.
د خرما بڼ مسوول مدير عبدالقيوم اطرافي وایي:  «د ننګرهارکانال شرکت رییس مولوي غلام الرحمن کظیم په هدایت او پاملرنې مو ددې بڼ د حاصلاتو د ډېر والي په موخه بېلابېل اګروتخنيکي فعاليتونه لکه د حېواني سرې ورکول، قيچي کاري، صفايي، د سکرونو اصلاح کول، نرمکاري، اغزو پاکول او نور روان کړي ».
 باید وویل شي، چې د همدې ۴۰ جریبه خرما بڼ څخه تېر کال کابو ۱۸ ټنه خرما ترلاسه شوې وه .

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۴۹
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، میدان وردګو ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۹
Background image

د کرنې وزارت چاراکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې ګډون وکړ

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې، چې د «له زده‌کړې څخه د باکیفیته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۸
Background image

پکتیکا کې د شنو ونو د ناقانونه وهلو په تړاو دوه تنه ونیول شول

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې د شکین ولسوالی په دوو بېلابېلو سیمو کې د شنو ونو د ناقانونه پرېکولو په تړاو. . .

بازگشت