د هېواد شمالي ولایتونو کې د ملخانو آفت د مخنیوي په پار هلې ځلې

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۲ - ۱۴:۴۶
د هېواد شمالي ولایتونو کې د ملخانو آفت د مخنیوي په پار هلې ځلې


۲ وری ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۹ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت هلې ځلې کوي، چې د ملخانو پر وړاندې د بزګرانو کروندې خوندي او د ملخانو د افتونو مخنیوی او په مناسب وخت کې د دوی پر وړاندې مبارزه پیل او د دواشیندنې لړۍ پیل کړي.
دکرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني وویل، هغه مضرې حشرې، چې د کروندګرو پر کروندو حمله کوي او د دوی کروندو ته زیان رسوي باید کنټرول او مخه یې ونیول شي، په همدې موخه ولایتونو ته درمل لېږل کېږي، ترڅو پرخپل وخت سره دواپاشي شي.
مولوی صدراعظم عثماني زیاته کړه؛ له خپل شته امکاناتو باید ښه ګټه پورته کړو، او پرې نږدو چې حشرات د خلکو د کروندو د له منځه تلو لامل شي، پر خپل وخت باید دواشیدنه ووشي، ځکه که چېرې کروندې له منځه ولاړ شي بیا نو دوا شیندنه کومه ګټه نه لري.
د هېواد شمال ولایتونه په ځانګړې توګه کندز، بغلان، سرپل، سمنګان، سرپل، بلخ، بدخشان او تخار هغه ولایتونه دي، چې په تېرو کلونو کې ډېرو زیانونو سره مخ شوي دي.

تلاش‌ها به منظور جلوگیری از آفات حشره ملخ در ولایات شمالی کشور 
۲حمل ۱۴۰۲ هـ.ش
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در نظر دارد تا از تلفات ناشی از حمله ملخ بر کشت‌زار های دهاقین جلوگیری نماید و در موقع مناسب آن دوا پاشی و راه‌های مقابله آغاز گردد.
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت گفته است؛ حشره مضری که به کشت‌زار های دهاقین حمله نموده و آن‌ها را متضرر می‌سازد باید کنترول و جلوگیری شود، به همین مناسبت دوا به ولایات انتقال داده می‌شود تا به وقت مناسب آن دواپاشی شود.
مولوی صدراعظم عثمانی افزوده است؛ از امکانات دست داشته خود استفاده خوب نماییم و نگذاریم حشرات کشت مردم را تلف کند، دوا پاشی به موقع شود چون بعد از این که کشت از بین رفت دوا پاشی سود ندارد.
ولایات شمال کشور به ویژه کندز، بغلان، سرپل، سمنگان، سرپل، بلخ، بدخشان، تخار و تخار از ولایت های است که بیشترین تلفات را در سال‌های قبل داشته است.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت