کندهار کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو تخنیکي پلاوي غونډه 

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۹ - ۹:۴۶
کندهار کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو تخنیکي پلاوي غونډه 

کندهار کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د تخنیکي پلاوي غونډه جوړه او پر بېلابېلو موضوعاتو هر اړخیزې خبرې وشوې.
دغه غونډه ،چې ممشري یې د کندهار دکرنې رییس مولوی محمود مظلوم پرغاړه، په کې د کندهار د امنیه قومندانۍ مرستیال مولوی محب الله ګرمسیلی، د کندهار ښاروال حاجي نعمت الله حسن، د څارنوالی رییس مولوی غوث الدین ثاقب، د ښارجوړونې رییس مولوی عبدالمتین عاشق، رییس ملا حکمت الله اخند، د کدستر آمر احسان الله الهام، د قضایای امارت آمر مولوی تاج محمد خلیلي او د کار او ټولنیزو چارو ریاست استازی حضور درلود.
د غونډې په پیل کې د تيرې ورځې په ځينو مهمو موضوعاتو باندې مفصلې خبرې وشوې. وروسته د لویې ویالې حریم کې دجوړوشویو دوکانونو اړوند، د چارو د ادارې د مکتوب مطابق د کندهار او زابل ولایتونو د سرحداتو د تعین او وېش اړوند ،هغه امارتي( دولتي) املاک چي  د امارت مشرتابه او یا وزیرانو شورا د حکم پر اساس نورو ادارو ته یي د اړتیا پر اساس انتقال صورت نیسي تر هغو به د اعمار چاري نه پيلوي تر څو چي د کرنې او اراضې ریاست د طرزالعمل مطابق یي د انتقال ټول مراحل طی شوی نه وی.د کندهار ښاروالۍ ملکیت چي دوي قطعي مځکه چې یوه یې د دویمې ناحیې اړوند د نورزو شابرج سره موقعیت لري او دویمه قطعه یې په پنځمه ناحیه کې ده موقعیت لري، چې اوس په محکمه کي جریان لري.د محاکمو څخه د راغلو دوسیو اړوند تصمیم نیولو اړوند بحثونه او په ځینو نورو مواردو خبرې وشوې.
په دې غونډه کې دغه راز د راتلونکې کار د پلان پر جوړولو او د چارو د لا ښه پرمختګ په پار نظرونه وړاندې شول.
باید وویل شي، چې د ځمکو د غصب د مخنيوي کميټې تر دې دمه په کندهار ولایت کې د ډېرو امارتي ځمکو د غصب مخنيوی کړی او د ټول ولايت په کچه د ځمکو د‌ غصب د مخنيوي او د‌ غصب شويو ځمکو د‌ بېرته ګرځولو په موخه يې د عملياتي پلان تطبيق جريان لري.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت