لوګر کې د زرغون او پرمختللی هېواد تر عنوان لاندې د نیالګیو اېښودلو کمپاین پیل شو

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۵ - ۱۲:۳۴
لوګر کې د زرغون او پرمختللی هېواد تر عنوان لاندې د نیالګیو اېښودلو کمپاین پیل شو

۲۵ کب ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د لوګر  دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت محمد آغې ولسوالی څخه د زرغون او پرمختللی هېواد  تر عنوان لاندې د نیالګیو اېښودلو کمپاین پیل شوی دی.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د لوګر مرستیال والي مولوی عنایت الله شجاع، د کرنې رییس الحاج مولوی سید امین هاشمي، د دومو واحدونو رییسانو، د بشري قواوو د پراختیا ادارې ولایتي مسوول، د محمدآغې ولسوالی چاراکو، قومي مشرانو او د رسنیو استازو ګډون درلود.
ددې کمپاین په ترڅ کې به د لوګر ولایت په بېلابېلو سیمو کې زرګونه نیالګي کېښودل شي.
د غونډې په پیل کې د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی سید امین هاشمي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ له لوګر میشتو ولسونو وغوښتل تر څود نیال کینولو په کمپاین کې ونډه واخلي یو نیال د ځان بل د هېواد د زرغونتیا په پار کینوي.
په همدې حال کې د لوګر مرستیال والي مولوی عنایت الله شجاع دلوګر دکرنې ریاست له هڅو د مننې ترڅنګ د خبرو په لړ کې وویل د هېواد د هر وګړی دا مسؤولیت او وجیبه دی تر څو دخپل هېواد په سمسورتیا کې ونډه واخلي.
باید وویل شي، چې دکرنې وزارت له خوا هر کال د کب په میاشت کې د نیالګيو اېښودلو ملي کمپاین پیلېږي، چې په ترڅ کې یې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې میلیونونه مثمر او غیر مثمر نیالګي اېښودل کېږي. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د طبیعي سرچینو لوی ریاست سږکال هم څه باندې دوه میلیونه نیالګي تولید کړی دی او ترڅنګ یې د قوریه لرونکو ټولنې او مؤسسې هم څه باندې ۳۲ میلیونه نیالګي تولید کړي دي او ټآکل شوې ده، چې په ۱۴۰۲ یم کال کې به کېښودل شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۴
Background image

بلخ ولایت کې د حق مالکیت د تثبیت مرکز پرانیسته او د بېرته راګرځول شویو ښارګوټو د لېږد چارې پیل شوې

۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بلخ ولایت په مقام کې د حق مالکیت د تثبیت مرکز د پرانیستې او د بېرته راګرځول شویو ښارګوټو د لېږد په موخه مهمه غونډه ترسره شوه، چې پکې د بلخ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۳
Background image

د خوست موساخلېلو ولسوالی کې یوشمېر بزګرانو ته شنې خونې جوړېږي

۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي برنامو په دوام، د موساخېلو ولسوالی کې د شنو خونو د جوړولو لپاره د مستحقو بزګرانو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۲
Background image

د کندهار نېش ولسوالی کې د تورو چکډېم د کیفیت ارزونې څارنه ترسره شوه

۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې او د قدرتي سرچینو آمریت د مستقیمې څارنې په ترڅ کې، د نېش ولسوالی د تورو چکډېم. . .

بازگشت