بلخ کې د اوبولګولو د یوې شبکې چارې بشپړ شوې

content_admin
شنبه ۱۳۹۸/۵/۱۲ - ۲۰:۴۹
بلخ کې د اوبولګولو د یوې شبکې چارې بشپړ شوې

۱۲ زمری ۱۳۹۸

د بلخ ولایت د «زوزان» د اوبولګولو د شبکې د بیارغولو چارې بشپړ شوي دي.
دغه شبکه د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ د «زوزان» په کلي کې موقعیت لري، چې د جوړولو ټولیز لګښت نږدې ۹.۷ میلیونه افغانۍ ده.

دغه شبکه، چې کابو درې کیلومتره اوږدوالی لري د کرنې وزارت په کرونده کې د اوبو د تنظیم پروژې له خوا بیارغول شوې ده.
ددې شبکې له لارې کابو دوه زره جریبه ځمکه خړوبیږي او نږدې یو زر او
۴۰۰ کورنۍ ورڅخه هر اړخیزه ګټه پورته کوي.
د زوزان د اوبولګولو د شبکې په بیارغولو کې، چې د یوه کال په ترڅ کې یې چارې بشپړ شوي دي د ورځې په منځۍ کچه د سیمې
۲۵ کسانو ته په کې د کار زمینه هم برابره شوې وه.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۳:۷
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال هلمند ولایت ته سفر وکړ

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر هلمند ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له مرستیال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د هلمند د کرنې ریاست نوی رییس په رسمي ډول معرفي او خپله دنده یې پیل کړه

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د نوي رییس، قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د معرفي په موخه غونډه ترسره شوه، چې په کې د کرنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۹:۵۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د ازبیکستان او روسیې له یو شمېر سوداګرو سره وکتل

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري په مشرۍ، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې. . .

بازگشت