لغمان کې دکبانو ۴۰ نوي فارمونه جوړېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۸ - ۱۰:۳۳
لغمان کې دکبانو ۴۰ نوي فارمونه جوړېږي

لغمان کې د کب روزنې فارمونه د ودې په حال کې ده او په تېرو څو کلونو کې په دغه ولایت کې د کبانو روزنې ډېر شمېر فارمونه جوړ شوي دي.
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی محمدولي محسن وایي، چې په افغانستان کې د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې «USAID» په مالي لګښت په دې ولایت کې د کب روزنې ۴۰ نوي فارمونه جوړوي.
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمدولي محسن وایي، چې د کب روزنې د دغو ۴۰ نوي جوړېدونکو فارمونو ټولیز لګښت ۱۹۷زره امریکايي ډالره ده، چې ددې ولایت په بېلابېلو سیمو کې جوړیږي.
ښاغلی محسن وویل، چې روان کال په دې ولایت کې د کبانو روزنې د فارمونو د پراختیا په پار یوشمېر پروژې په پام کې نویل شوي وې، چې په دغو پروژو کې پر فارم لرونکو د کبانو بچي وېشل او د کبانو روزنې نوي فارمونه جوړول شامل و.
ښاغلی محسن وایي، چې دغه جوړېدونکي فارمونه هر یوه یې د ۱۸۰۰ کبانو د روزنې وړتیا لري.
لغمان ولایت کې د کب روزنې ۴۰ نوي فارمونه په داسې حال کې جوړیږي، چې په دې وروستیو کې د کب روزنې د پراختیا په پار هلې ځلې ګړندي شوي دي.
په افغانستان کې د کب روزنې زرګونه فارمونه شتون لري، چې ډېری یې په کندهار، هلمند، ارزګان، ننګرهار، لغمان، بلخ او نیمروز ولایتونوکې دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۲۶
Background image

ننګرهار کې د ۱۸۶۰ هکټاره زیتون بڼونو حاصلات راټولولو ته چمتو شوي؛ نړۍوالو بازارونو ته یې د صادراتو په‌پار هڅې

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په څلورګونو فارمونو کې د شاوخوا ۱۸۶۰ هکټاره ځمکې پر سر د زیتون بڼونو حاصلات پخېدو ته رسېدلي، چې ټاکل شوې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۲۶
Background image

خوست کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
دخوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

بازگشت