د پکتیا دکرنې ریاست: د ځمکو د غصب د مخنيوي کميټې غړو د تېرې قومي مشرانو سره ناسته ترسره کړه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۲۹ - ۱۵:۵۲
د پکتیا دکرنې ریاست: د ځمکو د غصب د مخنيوي کميټې غړو د تېرې قومي مشرانو سره ناسته ترسره کړه

۲۹  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۶ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق 
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت اړوند د ځمکو د غصب د مخنيوي کميټې غړو د مرکز ګردیز د تېرې مومین خېل، علي الدین خېل او غفورخېلو سیمو قومي مشرانو سره ناسته ترسره کړه.
په ياده ناسته کې د امارتي ځمکو د غصب د مخنيوي په اړه د اميرالمؤمنين فرمان او د ياد فرمان د تطبيق لپاره جوړ شوي طرزالعمل تشریح شو.
د غصب د مخنيوي کميټې غړو د تېرې قومي مشرانو وغوښتل، چې په ياده سیمه کې د غصب شويو ځمکو د حدودو د تثبيت، د غصب کوونکو د معلومولو او د‌ غصب شويو ځمکو د مخنيوي په برخه کې له ټاکل شوې کميټې سره همکاري وکړي.
د يادولو وړ ده چې د غصب شويو ځمکو د مخنيوي کميټې غړي به خپلې عملې کړنې د لومړنيو معلوماتو د ترلاسه کولو وروسته ډېر ژر پيل کړي.
د غونډې په پای کې د ځمکو د غصب د مخنيوي کميټې غړو لخوا د یاد کلیو استازو ته استعلامونه هم ورکړل ترڅو استعلامونه ځواب کړي او تر دریو ورځو پوری قضاء امارت ته وسپاري.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت