زابل ولایت ته دکرنې وزیر سفر

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۸ - ۱۵:۱۷
زابل ولایت ته دکرنې وزیر سفر

۸  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۵ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیر مولوی عطاءالله عمري زابل ولایت ته د سفر په ترڅ کې ددې ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره د کتنې ترڅنګ، د افغانستان اسلامي امارت لومړنۍ رهبر مرحوم ملا محمد عمر مجاهد سپېڅلې روح ته د دعا لاسونه لپه کړل.
ښاغلی عمري زابل ولایت ته د سفر پر مهال لومړۍ ددې ولایت امنیه قومندان قاري صلاح الدین ایوبي سره وکتل، او هغه ته د زابل د امنیه قومندان په توګه د نوې دندې او مسوولیت مبارکي وویل او ترڅنګ یې پر کاري موضوعاتو هم خبرې اترې وکړې.
د کرنې سرپرست وزیر د زابل امنیه قومندان ته وویل: «د اسلامي امارت ستنې د ځواکمنېدو په حال کې دي او د دولت جوړونې او نظام جوړونې په پار د اسلامي امارت د رهبرۍ له خوا پر له پسې فرمانونه ورکول کېږي، چې یوه برخه یې دکرنې وزارت اړوند دي، د کوکنارو کرکېلي سره مبارزه، د ځمکې د غصب مخنیوی، د امارتي ځمکو بېرته راګرځول، د کرنې او پانګونې او دغه راز دکرنې او مالدارۍ د پراختیا لېوالو خلکو باندې د ځمکو وېش هغه چارې دي، چې دکرنې وزارت یې د پلي کولو مکلفیت لري، له تاسو غواړم چې په یادو برخو کې دکرنې وزارت سره همکاري وکړئ.»
ورپسې قاري صلاح الدین ایوبي خبرې وکړې او دکرنیزو برنامو د تطبیق په پار یې خپل چمتووالی اعلان کړ.
له دې لیدنې وروسته دکرنې وزارت سرپرست وزیر او له ده سره مل پلاوی، د پانګونې او اجاره ورکونې لوی رییس عبدالظاهر امین، د دفتر رییس ملا محمد حسین احمد خورشید او دکرنې وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوی رییس مولوی مصباح الدین مستعین، د زابل ولایت دکرنې رییس  مولوی عطاءالله راشد او دغه راز د بهرنیو چارو وزارت د ترانسپورټ رییس مولوی ځلاند په ملتیا د افغانستان د لومړنی امیرالمؤمنین ملامحمدعمر مجاهد مقبرې ته ولاړل او دهغه روح  ته يې د دعا لاسونه لپه کړل.

سفر وزیر زراعت به ولایت زابل
۷ قوس ۱۴۰۱هـ.ش
مولوی عطاءالله‌عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت زابل سفر کرد و ضمن دیدار با مسوولان محلی این ولایت به روح پرفتوح مرحوم ملامحمدعمر مجاهد نخستین رهبر امارت اسلامی افغانستان دعا نمود.
آقای عمری در سفرش به ولایت زابل در اول با قاری صلاح‌الدین ایوبی قوماندان امنیه آن ولایت دیدار نموده، مسوولیت جدیدش منحیث مسوول امنیت مردم زابل را مبارک باد گفته و ضمنآ پیرامون موضوعات کاری صحبت داشتند.
وزیر زراعت به قوماندان امنیه زابل گفت:" امارت اسلامی پایه‌هایش در حال محکم شدن‌است و فرمان‌های نیک یکی پس از دیگری از طرف رهبری امارت برای نظام‌سازی و دولت‌سازی داده‌ می‌شود که بخشی از آن مربوط وزارت زراعت می‌گردد، مبارزه باکشت کوکنار، جلوگیری از غصب زمین، استرداد زمین‌های امارتی، توزیع زمین به مردم علاقه‌مند زراعت و سرمایه‌گذاری و انکشاف زراعت و مالداری از مواردی اند که وزارت زراعت مکلف به تطبیق آن می‌باشد، از شما می‌خواهیم که در این راستا وزارت زراعت را همکاری نمائید".
بعد از آن قاری صلاح‌الدین ایوبی صحبت نموده و آمادگی‌اش را در راستای تطبیق برنامه‌های زراعتی اعلان نمود. بعد از این دیدار وزیر زراعت و هئیت همراه شان عبد الظاهر امین رییس عمومی اجاره دهی‌ و سرمایه گذاری، ملا محمد حسین احمد خورشید رییس دفتر، مولوی مصباح الدین مستعین رییس اطلاعات و آگاهی عامه وزارت زراعت، مولوی عطاءالله راشد رییس زراعت زابل و مولوی زلاند رییس ترانسپورت وزارت خارجه  به مقبره ملامحمدعمر مجاهد نخستین امیرالمومنین افغانستان رفته و به روح آن مرد فقید دعا نمودند.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۱:۵۹
Background image

ننګرهار کې د څارویو خوندیتوب په پارهڅې؛ د ناروغیو ۵۰ نمونې واخیستل شوې

۱۹ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مرسته د ننګرهار له بېلابېلو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۱:۵۶
Background image

هلمند کې د کب روزنې مخ پر وده صنعت؛ هره میاشت ۳۰ زره کیلوګرامه کبان تولیدېږي

۱۹ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولايت د کب روزنې فارمونو د ټولنې چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د کبانو د روزنې صنعت د پرمختګ په حال کې دی او اوس مهال د کبانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۱:۵۴
Background image

د ننګرهار کانال د زیتونو حاصلاتو د پام وړ زیاتوالی؛ ۱۷۰ ټنه زیتون د پروسس لپاره فابریکې ته لېږل کېږي

۱۹ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت اړوند څلورم فارم، چې د دغه شرکت له مهمو میکانیزه او تولیدي فارمونو څخه شمېرل کېږي، سږکال د زیتونو د حاصلاتو د پام. . .

بازگشت