لغمان کې په ۲۷۲ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

user-admin
شنبه ۱۴۰۱/۹/۵ - ۱۴:۴۹
لغمان کې په ۲۷۲ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې


۵  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۱ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د (DIA) مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د مرکز مهترلام ترڅنګ د علیشنګ، الینګار او قرغیو ولسوالیو په ۲۷۲ بزګرانو ۱۶.۳۲ ټنه د غنمو اصلاح شوي تخم، ۱۳.۶ ټنه یوریا او ۲۰.۴ ټنه ډي.اي.پي سرې وېشل شوي دي.
ددې مرستې په لړ کې هر بزګر ته ۶۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوي تخم، ۷۵کیلو توره سره او ۵۰ کیلو سپینه سره ورکړل شوي دي.
ددغو مرستو ترڅنګ برخمن شویو بزګرانو ته د غنمو د کښت او د کرکیلي په برخه کې لازمې لارښونې هم شوي دي.
ددې مرستې موخه په دې ولایت کې د غنمو حاصلاتو لوړوالی او د بېوزله بزګرانو ملاتړ او د دوی اقتصادي ودې ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۶:۳
Background image

د ننګرهار په چپرهار ولسوالی کې ۲۴ اړمنو کورنیو ته دوه کلنې بلاربې خوسکۍ ووېشل شوې

۱۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا»مؤسسې  په مالي ملاتړ، د چپرهار ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۵۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د کندهار ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

۱۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدين عمير، د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د کندهار ولايت د کرنې، اوبولګولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۱:۱۲
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د زابل ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

۱۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدين عمير، د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د زابل ولايت د کرنې، اوبولګولو او. . .

بازگشت