هلمند کې پر یوشمېر بزګرانو او بڼوالو اصلاح شوي تخمونه او د بڼوالۍ توکي ووېشل شول

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۳ - ۱۱:۵۲
هلمند کې پر یوشمېر بزګرانو او بڼوالو اصلاح شوي تخمونه او د بڼوالۍ توکي ووېشل شول

۲۳ لړم ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۹ ربیع‌الثاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) په مالي او د (ORCD) مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت پر لسګونو بزګرانو او بڼوالو د غنمو اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سرې او د بڼوالۍ اړونده توکي وېشلي دي.
دغه لړۍ د هلمند ولایت د ګرشک او نادعلي ولسوالیو نږدې ٨٢ مستحقو بزګرو او بڼوالو ته پلي شوه، چې له وړاندې د یوې ګډې کمیټې لخوا د یوې سروې له مخې تشخیص او د مستحقینو په لیست کې شامل شوي ول.  
د یادې پروسې له لارې هر بزګر ته ٥٠ کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم ، ٥٠ کیلوګرامه توره سره ، ٥٠ کیلوګرامه سپینه سره او د بڼوالۍ ټولکیټونه وېشل شوي دي.
د هلمند ولایت د کرنې اداره هڅه کوي تر څو د بزګرو، مالدارانو او بڼوالو سره د اصلاح شوو تخمونو، کیمیاوي سرو، کرنیزو اړینو توکیو او د نباتي ناروغیو مخنیوی تر څنګ په بېلابېلو برخو کې د مرستې او همکارۍ زمینه برابره کړي ترڅو له دې لارې په کرنیز اقتصاد کې بهبود او نوښت رامنځته شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

د کندهار دکرنې ریاست؛ کوهکران څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کوهکران په څېړنیز فارم کې پربېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، چې په ترڅ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۱
Background image

د زیتونو د تولید د پراختیا هڅې؛ ننګرهار کې د زیتونو بڼونه د پام وړ ودې ته رسېدلي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په وروستیو کلونو کې د زیتونو بڼونو د جوړولو او د زیتونو د تولید د پراختیا لپاره خپلې هڅې لا ګړندۍ کړې دي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۷:۵۴
Background image

د خوست مرکز کې پر لسګونو بزګرانو د سویابینو تخم او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه


۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي او د «او‌آرډي‌» مؤسسې په تخنیکي. . .

بازگشت