ننګرهار: د ګُلدرې کانال رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۱/۸/۱۴ - ۱۰:۱۴
ننګرهار: د ګُلدرې کانال رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱۴ لړم ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۰ ربیع‌الثانی ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو پرمختیایي ادارې (UNDP)په مالي  همکارۍ  د ننګرهار د کرنې ریاست اړوند د چپرهار ولسوالی د کرنې چارواکو سره په همغږۍ د ګُلدرې کانال رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارلي دي.
ددې کانال د رغونې ټولیز لګښت اووه میلیونه افغانۍ ده، چې رغنیزې چارې یې د درېوو مشاتو په موده کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د چارواکو په خبره د یاد کانال ترڅنګ ۵۵۰ متره استنادي دېوال او ۱۰ پلچکونه هم په اساسي ډول رغول شوي دي، ، چې د یادې پروژې په لړ کې ۷۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.
ددې کانال په رغولو سره څلور زره جریبه کرنیزو ځمکو ته د اوبوخور زمینه برابره شوې او ترڅنګ یې د اوبو د ضایعاتو مخه هم نویل شوی دی.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کندهار کې ۱۸۰ کورنیو ته د شلومبو جوړولو ماشینونه ووېشل شول

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د یاد ریاست د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کابل کې د نور هېواد سړې خونې د پرانیستې او ګټې اخیستنې په مراسمو کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل ښار د خوشحال خان په سیمه کې د نور هېواد سړې خونې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۱
Background image

غزني ولایت کې د ننداریزو کروندو د جوړولو په موخه د اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق 
د غزني ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي، د اصلاح شوو تخمونو د کارونې د دودولو او د معیاري کرنیزو لارو. . .

بازگشت