ننګرهار: د ګُلدرې کانال رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
۱۴ لړم ۱۴۰۱ه.ش
۱۰ ربیعالثانی ۱۴۴۴ ه.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو پرمختیایي ادارې (UNDP)په مالي همکارۍ د ننګرهار د کرنې ریاست اړوند د چپرهار ولسوالی د کرنې چارواکو سره په همغږۍ د ګُلدرې کانال رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارلي دي.
ددې کانال د رغونې ټولیز لګښت اووه میلیونه افغانۍ ده، چې رغنیزې چارې یې د درېوو مشاتو په موده کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د چارواکو په خبره د یاد کانال ترڅنګ ۵۵۰ متره استنادي دېوال او ۱۰ پلچکونه هم په اساسي ډول رغول شوي دي، ، چې د یادې پروژې په لړ کې ۷۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.
ددې کانال په رغولو سره څلور زره جریبه کرنیزو ځمکو ته د اوبوخور زمینه برابره شوې او ترڅنګ یې د اوبو د ضایعاتو مخه هم نویل شوی دی.
