لوګر کې په دوه زره اړمنو کورنیو نغدې پیسې وویشل شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۱/۸/۷ - ۱۱:۳۲
لوګر کې په دوه زره اړمنو کورنیو نغدې پیسې وویشل شوې

د لوګر ولایت مرکز په ګډون د محمداغې او خروار ولسوالیو په دوه زره اړمنو او بې سر پرسته کورنیو د خوړو نړیوال سازمان (WFP) په مالي ملاتړ او د بشري قواوو د پراختیا ادارې (HRDA)  په تخنیکي همکارۍ د کار په بدل کې د نغدې مرستې د شتمنیو جوړولو(Asset Creation) پروژې تر چتر لاندې ۲۰۰۰ ګټه اخیستونکو (۱۸۰۰ نارینه او ۲۰۰ ښځینه اړمنو او بې سرپرسته کورنیو) ته د لوګر ولایت په درېو واحدونو (محمد آغې، خروار او مرکز پل علم) کې میاشتنۍ نغدې مرستې چې هر نفر ته (۸۵۰۰) افغانۍ کېږي له مربوطه ادارو سره په همغږۍ ووېشل شوې. 
د یادونې وړ ده، چې نوموړی پروژه له دوو سکتورونو (دکرنې، اوبولګولو او مالداری ریاست او د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست)  سره په همغږی پلي کېږي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کندهار کې ۱۸۰ کورنیو ته د شلومبو جوړولو ماشینونه ووېشل شول

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د یاد ریاست د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کابل کې د نور هېواد سړې خونې د پرانیستې او ګټې اخیستنې په مراسمو کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل ښار د خوشحال خان په سیمه کې د نور هېواد سړې خونې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۱
Background image

غزني ولایت کې د ننداریزو کروندو د جوړولو په موخه د اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق 
د غزني ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي، د اصلاح شوو تخمونو د کارونې د دودولو او د معیاري کرنیزو لارو. . .

بازگشت