د ننګرهارکانال ریاست : د کرنې مکانیزه کېدل په موخه کرنیز محصولات لا لوړ کړي 

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۲ - ۱۵:۲۳
د ننګرهارکانال ریاست : د کرنې مکانیزه کېدل په موخه کرنیز محصولات لا لوړ کړي 

۲ لړم ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۸ ربیع‌الاول ۱۴۴۴ ه‍.ق
دننګرهار کانال ریاست چارواکي وایي، چې  د کانال د شته کرنیزو ماشنونو څخه په ګټې اخستنې سره به ددغه ریاست د ځمکو دغلو، مېوو او سبو کچه به  د تېرو کلونو په پرتله سږ کال ډېره لوړ شي .
د هډې فارم د میکانیزه مدیریت مدیر امان سادات وایي: «که څه هم ننګرهار کانال شپه او ورځ کار او لا زیاتو هڅو ته اړتیا لري او له ښه مرغه ددې ریاست رهبرۍ ورته شپه او ورځ لګیا دې خپلې هڅې کوي، او د ډېره ښه مرغه اوسمهال د کانال په کروندو کې  له کرنیزو ماشینونو او اصلاح شویو تخمونو څخه کار اخیستل د دې لامل شوې چې هر کال ددې ریاست د کرنیزو محصولاتو کچه د لوړوالي لور ته روانه ده» .
هغه زیاته کړه: «د بېلګې په توګه د تېرو کلونو په پرتله د ننګرهارکانال ریاست د زیتونو تېلو اندازه شاوخوا ۱۲۲ زره لیتره ده، د خرماو د مېوې اندازه ۱۸ ټنه ترلاسه شوی تېرکال يې اندازه ۱۳ټنه وه، د مالټو اندازه شاوخوا ۲۰۰۰ ټنه وه او داسې نور چې له برکته يې د دولت خزانې ته په میلونو افغانۍ عواید راټول شوي دي.
د ننګرهارکانال ریاست د میکانیزه مدیریت مدیر امان سادات وايي، دغه مدیریت د کانال ریاست د تاسیس سره سم په ۳۰ جریبه ځمکه هډې فارم کې جوړ دی،  اوسمهال دوی سره په یاد مدیریت کې ۱۹ عرادې بېلابېل ډول ماشینري ده چې پرمټ به يې  زمونږ د ځمکو او باغونو حاصلات به سږ کال لا لوړ شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

د ازبکستان له چارواکو سره د کرنې وزیر لیدنه

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري د ازبکستان د اندیجان ولایت له والي عبدالرحمنوف شخرتک، په کابل کې د ازبکستان له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۱۸
Background image

د ننګرهار کوز کونړ کې ۴۷ راستنو شوو او اړمنو کورنیو ته د هګیو چرګانو وېش

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د ستاسو غږ مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ، د کوز کونړ ولسوالی ۴۷ راستنو شوو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۹:۵۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس د چرګانو سکټور د تنظیم او همغږۍ په موخه د اتحادیې له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د دې ولایت د چرګانو اتحادیې له غړو او اړوندو کاروباریانو سره ناسته. . .

بازگشت