پکتیکا کې په څه باندې ۱۶ زره بېوزله کورنیو خوراکي توکي ووېشل شو

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۷ - ۱۱:۱۸
پکتیکا کې په څه باندې ۱۶ زره بېوزله کورنیو خوراکي توکي ووېشل شو


۷تله ۱۴۰۱ه‍.ش
۳ربیع‌الاول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د (ORD) مؤسسې په مالي ملاتړ ددې ولایت له ۱۶۱۰۰ بېوزله کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
د چارواکو په خبره د پکتیکا ولایت د مرکز شرنې په ګډون ددې ولایت د ارګون، سروضه، زېړوک، یحی خېل، جاني خېل، خیرکوټ او یوسف خېلو ولسوالیو کې ۱۶۱۰۰ بېوزله کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته شوې ده.
ددې مرستې په لړکې هرې کورنۍ ته یوه بوجۍ ۵۰ کیلو یي وړه، ۵ لیټره غوړي، یو من دال، یوه کیلومالګه او د ماشومانو لپاره د خوارځواکۍ توکي ورکړل شوي دي.
باید وویل شي، چې دغه مرستې د کار په بدل کې یادو کسانو ته ورکړل شوي دي، چې د دوی د کار په ترڅ کې ویالې، کانالونه، چینې، چک ډمونه او سرکونه بیارغول شوي دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۱:۲۴
Background image

لغمان کې د کرنیزو څېړنو په پار فارم جوړېږي

۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وازرت د کرنیزو څېړنو انسټیټوټ لوی رییس مولوي نصرت الله طلحه د یوې پلاوي په مشر لغمان ته د سفر په ترڅ کې ددې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

د ازبکستان له چارواکو سره د کرنې وزیر لیدنه

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري د ازبکستان د اندیجان ولایت له والي عبدالرحمنوف شخرتک، په کابل کې د ازبکستان له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۱۸
Background image

د ننګرهار کوز کونړ کې ۴۷ راستنو شوو او اړمنو کورنیو ته د هګیو چرګانو وېش

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د ستاسو غږ مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ، د کوز کونړ ولسوالی ۴۷ راستنو شوو. . .

بازگشت