د لوګر په محمدآغې کې په ۱۰۰ بزګرانو د ګلخونو جوړولو توکي ووېشل شول

user-admin
شنبه ۱۴۰۱/۶/۲۶ - ۱۴:۵۴
د لوګر په محمدآغې کې په ۱۰۰ بزګرانو د ګلخونو جوړولو توکي ووېشل شول


۲۶ وږی ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۰صَفَرالمظفّر ۱۴۴۴ ه‍.ق
د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) په مالي ملاتړ ددې ولایت د محمدآغې ولسوالی په ۱۰۰ بزګرانو د ګلخونو جوړولو اړونده توکي وېشلي دي.
د چارواکو په خبره ددغې مرستې په ترڅ کې په هر بزګر « لس دانې بانسونه، درېش متره چوکاټ، درېش متر چفتۍ، څلوردانې کړکۍ  او یوه دروازه » وېشل شوي دي.
دغه راز د یادو توکو د وېش ترڅنګ دغو بزګرانو ته د ګلخونو د ارزښت او په ګلخونو کې د کرکېلي لارو چارو په هکله هم معلومات ورکړل شو.
له دغو توکو برخمن شوي بزګران ددې پروژې څخه د خوښۍ ترڅنګ دې ته ورته د نورو پروژو د پلي کولو غوښتونکي شول.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست د عشر او زکات د ولسوالیو له چاراکو سره ناسته وشوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد او د عشر او زکات امرینو د ٢٢ ولسوالیو د عشر او زکات مدیرانو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

د خوست جوارسل څېړنیز فارم کې د پیازو فنګسي ناروغي تشخیص شوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت نباتي قرنطین عمومي مدیریت له لوري، د مرکز اړوند د جوارسل څېړنیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

د کندهار دکرنې ریاست؛ کوهکران څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کوهکران په څېړنیز فارم کې پربېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، چې په ترڅ. . .

بازگشت