په افغانستان کې د وروستيو طبيعي پېښو زيانمنو سره د مرستې غوښتنې مطبوعاتي کنفرانس

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۶/۱۰ - ۲۳:۱۶
په افغانستان کې د وروستيو طبيعي پېښو زيانمنو سره د مرستې غوښتنې مطبوعاتي کنفرانس


۱۰ وږی ۱۴۰۱ه‍.ش
۴ صَفَرالمظفّر ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزير مولوی عطاءالله‌عمري په هغه کنفرانس کې، چې د وروستيو طبيعي پېښو زيانمنو سره له بهرنيو مؤسسو څخه د مرستې غوښتنې په پار دائره شوې وه ګډون وکړ.
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزير مولوی عطاءالله‌عمري له بهرنيو هېوادونو او مرستندويو ټولنو څخه په هېواد کې د وروستيو طبيعي پېښو زيانمو سره د مرستې غوښتنې په پار جوړه شوې مطبوعاتي کنفرانس کې ګډون وکړ.
دغه کنفرانس نن د اسلامي امارت د بهرنيو چارو په وزارت کې دائره شوې وه، چې په کې د ا.ا.ا يوشمېر وزيرانو او معينانو، سفيرانو، د نړيوالو مرستندويو بنسټونو چارواکو، مدني فعالانو او فرهنګيانو ګډون درلود.
ددې کنفرانس ګډونوالو د افغانستان له خلکو سره د لازياتو مرستو غوښتونکي شول، دغه راز د بزګرانو، مالدارانوکورنيو او د طبيعي پېښو زيانمنو سره د ملاتړ غوښنونکي شول.
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزير مولوی عطاءالله‌عمري په خپلو خبرو کې وويل:"په اوسنيو شرايطو کې اړ تياده، چې نړيواله ټولنه او نړيوال مرستندوی بنسټونه د افغانستان دکرنې او مالدارۍ په برخه کې مرستې او همکارۍ وکړي، ترڅو په يادو برخو کې بوخت کسان پر خپلو پښو ودرېږي، وروستي طبيعي پېښې زموږ خلکو ته ډېر زياد زيانونه اړولي دي، دغه افتونه د اوبولګولو د شبکو، د اوبوبندونو، ځنګلونو، کروندو، بڼونو او هستوګنځيو د تخريب او د څارويو د مړينې لامل شوي دي، له نړيواله ټولنه غواړو چې يادو برخو ته پاملرنه او زموږ له خلکو سره همکاري او مرستې وکړي".
ښاغلی عمري زياته کړه:"طبيعي سېلابونه او افتونه ددې ترڅنګ چې د خلکو د مړينې لامل شوې،دروند مالي زيانونه يې هم اړولي دي، دکرنې او مالدارۍ برخه يې ډېر زيانمن کړی دی، همکارۍ ته ډېر زياد اړتيالرو، دغه راز هر کال افتونه او ناروغۍ د بزګرانو کروندې او څارويو ته زيان اړوي په دې برخه کې هم د دوی پاملرنه غواړو، نړيواله ټولنه دې بايد ورته پاملرنه وکړي، يادو دوو مهمو برخو ته پاملرنه خلک له بېوزلۍ او فقر څخه خلاصوي، ډېر اوبه او ځمکې لرو د ماشينونو او توکو په برخه کې مرسته هم له بزګرانو سره ډېرې مرستې کوي، که يادې چارې ترسره شي خلک غني کېږي او کډوالۍ او مهاجرت ته اړتيا نشته، خلک د بيکارۍ او بېوزلۍ له وجې بهرنيو هېوادونو ته ځي او له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي، که له موږ سره مرستې او همکارۍ ووشي له دې ناورين څخه هم خلاصېږو".
په همدې حال کې د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير امیرخان متقي هم د نړۍ له هېوادونو وغوښتل، چې په دې شرايطو کې دې د افغانستان له خلکو سره همکاري وکړي.
د بهرنيو چارو وزير وويل:"دا ناسته مو د خپلو خلکو سره د همکاريو او مرستو د جلبولو په پار دائره کړې ده، د نړۍ دولتونه بايد سياسي او بشري مسايل په يوه رديف کې ونه دروي، بشري موضوعات له سياسي هغو جلا کړي، د خلکو اړتياوو او د بشرپالنې حس ته په کتو دې خپلې مرستې چمتو کړي، که څه هم اسلامي امارت د طبيعي پېښو زيانمنو ته مرستې رسولي دي، خو بسنه نه کوي، اړتيا ده چې له موږ څخه بنديزونه لري شي، سوداګرۍ ازاد شي، په بهرنيو بانکونو کې چې پيسې دي، دخلکو حق دی، باید آزاد شي، ځمکني او هوايي لارې دې بايد خلاصې شي ترڅو د افغانستان خلک له دې بدحالت څخه خلاص او ښه حالت ته ورسېږي".
په همدې توګه د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت، د پېښو پروړاندې د مبارزې، اقتصاد او عامې روغتياوزارتونو، د سرې میاشتې، د بهرنيو مرستندويو مؤسسو استازو، د سيمې او نړۍ هېوادونو سفيرانوا او ډيپلوماتانو هم خبرې وکړې.
دوی ژمنه وکړه، چې د افغانستان خلکو سره مرستې او همکارۍ کوي او خپلو مرستو ته به ادامه ورکوي.
دغه راز د ملګرو ملتونو چار واکو وويل، چې په بېلابېلو برخو کې يې د افغانستان ۲۲ميليونه وګړو سره مرستې او همکارۍ کړي دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۴۹
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، میدان وردګو ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۹
Background image

د کرنې وزارت چاراکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې ګډون وکړ

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې، چې د «له زده‌کړې څخه د باکیفیته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۸
Background image

پکتیکا کې د شنو ونو د ناقانونه وهلو په تړاو دوه تنه ونیول شول

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې د شکین ولسوالی په دوو بېلابېلو سیمو کې د شنو ونو د ناقانونه پرېکولو په تړاو. . .

بازگشت